جستجو

بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو عوامل، پایلې او حل لارې (د مطالعې ساحه: د فراه ولایت)

چکیده:

کډوالي د نړیوالو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو، طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو له امله یوه جدي ښکارنده (پدیده) ده چې په وروستیو لسیزو کې يې پراختیا موندلې ده. دا څیړنه د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه، پایلې او د حل عملي وړاندیزونه تحلیلوي. د څیړنې اهمیت په دې کې دی چې مهاجرت د افغانستان اق...

S-2025 326-344 صفحه 67 تعداد دانلود
بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو عوامل، پایلې او حل لارې (د مطالعې ساحه: د فراه ولایت)

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: اجتماعی
عنوان: بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو عوامل، پایلې او حل لارې (د مطالعې ساحه: د فراه ولایت)
سال: S-2025
صفحه:326-344
تعداد دانلود: 67
شماره ثبت: SA-J047

بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو عوامل، پایلې او حل لارې (د مطالعې ساحه: د فراه ولایت)

کډوالي د نړیوالو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو، طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو له امله یوه جدي ښکارنده (پدیده) ده چې په وروستیو لسیزو کې يې پراختیا موندلې ده. دا څیړنه د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه، پایلې او د حل عملي وړاندیزونه تحلیلوي. د څیړنې اهمیت په دې کې دی چې مهاجرت د افغانستان اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو ته دوام ورکوي او د کوربه هیوادونو پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري جوړښتونو اغېز کوي. سربېره پردې، دا څیړنه د مهاجرت د دوامداره اغېزو او د افغانستان د پراختیا لپاره د مهاجرت د کمولو پر ستراتیژیو تمرکز کوي. د څیړنې هدف د مهاجرت د لاملونو او پایلو تحلیل او د کمولو لپاره یې عملي وړاندیزونه وړاندې کول دي. اصلي پوښتنه دا ده: "کوم اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او چاپیریالي عناصر د افغانانو د مهاجرت سبب شوي او پایلې یې څه دي؟" د څیړنې لپاره معلومات د ۳۸۵ نمونو له لارې د پوښتنلیک په مرسته راټول او د SPSS نرم‌افزار له لارې تحلیل شول. د احصایوي ازموینو پایلې لکه د پیرسون پیوستون (r = 0.75)، ANOVA (p < 0.05)، کرونباخ الفا (α = 0.85) او څوګوني رګریسیون (Multiple Regression) ښيي چې وزګارتیا(β = 0.55)، بیوزلي (β = 0.47)، سیاسي بې‌ثباتي (β = 0.60) او اقلیمي بدلونونه (β = 0.38) د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه دي. همدارنګه، د مهاجرت اغېزې د کوربه هیوادونو لپاره د GDP 10٪ زیاتوالی ښيي، خو د ټولنیزو ستونزو او کلتوري فشارونو لامل هم ګرځي. پایلې وړاندیز کوي چې د افغانانو د مهاجرت د کمولو لپاره باید د امنیت ټینګښت، اقتصادي پراختیا، شغلي فرصتونو برابرول او د نړیوالو سازمانونو لکه UNHCR او IOM پراخه همکاري رامنځته شي، ترڅو د مهاجرت منفي پایلې کمې او پایښت لرونکي حل لارې وړاندې شي. کلیدي کلمې: اقلیمي بدلونونه، بیکاري، سیاسي بې‌ثباتي، فقر، مهاجرت.

پوهنیار نصیراحمد نصرت
افغان
فواد مومند عمرزی
محفوظ الله راشد
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
19
چیستی روشنفکر و روشنفکری
نویسندگان: عطاءالحق انس, عبدالحمید رفعت
حوزه موضوعی: فکری
صفحه: 178-189
تعداد دانلود: 551
20
Afghanistan’s Renewable Energy Landscape: Addressing Challenges, Policy Framework, and Recommendations
نویسندگان: عزت الله زهیر, دکتور عبدالله صادق
حوزه موضوعی: اقتصادی
صفحه: 7-20
تعداد دانلود: 1397
21
په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, نصیراحمد نویدی
حوزه موضوعی: سیاسی
صفحه: 11-31
تعداد دانلود: 601
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)