جستجو

په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه

چکیده:

په دې لنډه مقاله کې د دې هڅه شوی چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني سیاست اړوند لومړیتوبونه وڅېړل شي، او په لنډ ډول د یوې طرحې په توګه واکمنانو ته وړاندې کړی شي، د بهرنیو اړیکو اړوند لومړیتوبونه څو ډول دي، لومړی یې د بهرنیو اړیکو د اهدافو او موخو اړوند لومړیتوبونه دي، دویم یې د بهرنیو اړیکو...

S-2023 11-31 صفحه 1 تعداد دانلود
په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه

اطلاعات مقاله

Issue 1 (S-2023)

حوزه موضوعی: سیاسی
عنوان: په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه
سال: S-2023
صفحه: 11-31
تعداد دانلود: 1
شماره ثبت: SA-J025

په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه

په دې لنډه مقاله کې د دې هڅه شوی چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني سیاست اړوند لومړیتوبونه وڅېړل شي، او په لنډ ډول د یوې طرحې په توګه واکمنانو ته وړاندې کړی شي، د بهرنیو اړیکو اړوند لومړیتوبونه څو ډول دي، لومړی یې د بهرنیو اړیکو د اهدافو او موخو اړوند لومړیتوبونه دي، دویم یې د بهرنیو اړیکو د رامنځته کولو اړوند لومړیتوبونه دي، او درېم یې د نورې نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبتې ښکېلتیا اړوند لومړيتوبونه دي. په لومړی برخه کې د بهرنیو اړیکو د موخو او اهدافو اړوند لومړیتوبونه څېړل شوي، او دا تر ټولو مهم لومړیتوبونه ځکه دي چې دا د افغانستان د بهرني سیاست سمت ټاکي، او هغه قبله ورته مشخصه کوي چې دا اړیکې باید د هغه په لور ولاړې شي، په دې لړ کې ډېر په لنډ ډول د مشخصو نکتو په شکل د دې لومړیتوبونو یادونه شوی ده، او غوښتنه مو دا ده چې د هېواد ټولې سیاسي نماینده ګۍ باید دا لومړیتوبونه په نظر کې وساتي. له دې وروسته په مقاله کې د بهرنیو اړیکو د رامنځته کولو اړوند لومړيتوبونه په ګوته شوي، په دې اړه پنځه لومړیتوبونه په ګوته شوي چې د (د بهرنیو اړیکو په اړه د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ د عامې همغږۍ اړتیا) او ( د بهرنیو اړیکو او نورو ګامونو ترمنځ د شرعي موازناتو او لومړیتوبونو په نظر کې نیول) او (د شکلي اړیکو پر ځای د اعتماد فضاء رامنځته کولو) او (د خپل مصداقیت د ساتلو) او (د متوازنو اړیکو یا بې پرې سیاست خپلولو) څخه عبارت دی. د مقالې په اخیرنۍ برخه کې د نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د مثبتې ښکېلتیا اړوند لومړیتوبونه څېړل شوي، او دا په ګوته شوي چې اسلامي امارت د اړیکو د رامنځته کولو او نورو هېوادونو سره د ښکېلتیا ډېر مهم مسایل د ځان سره لري، چې په دې اړه باید لاندې قضیو ته لومړیتوب ورکړي: (سیمه ییز اتصال) (متقابلې اقتصادي ګټې) (د اوبو اړوند قضیې) (د بهرنیو مسلحو جهادي ګروپونو او امنیت اړوند قضیې) (د نړیوالې اجنډا د نه درلودلو په اړه ډاډ ورکول) (د سرحدونو لانجې) (غیر قانوني هجرتونه) او داسې نور شامل دي، د دې لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره موږ د نړۍ ډېر هېوادونه په مثبت ډول د ځان سره په اړیکو کې ښکېل کولی شو. که دا لومړیتوبونه په ټولو مراحلو کې رعایت شي، په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان نړیوالې اړیکې پر مستحکمو بنسټونو درېدلی شي، خو که دا لومړیتوبونه رعایت نه کړای شي نو بیا د کامیابو بهرنیو اړیکو توقع درلودل به د خیال څخه پرته بل څه نه وي. کلیدي کلیمي: افغانستان، بهرني سیاست، لومړيتوبونه، د شرعي موازناتو.

دکتور مصباح الله عبدالباقی
افغان
نصیراحمد نویدی
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 21
S-2024
7 مقالات
1
د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی
2
نگارش خوب؛ ضوابط و قواعد
نویسندگان: إنعام الله رحمانی
3
په فقه او قانون کی واجبه وصیت
نویسندگان: پوهندوی وزیر محمد سعیدی, دکتور عبدالوهاب حسام
4
توکیل زن ومرد درنکاح از دیدگاه فقه و قانون
نویسندگان: عبدالقادر غزنوی, سربلند حلیمی
S-2023
1 مقالات
1
په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, نصیراحمد نویدی