جستجو

په اسلامی شریعت او قانون کې د حبس مشروعیت تاریخی بهیر موخې او اغیزي

کتگوری: استادان

په اسلامی شریعت او قانون کې د حبس مشروعیت تاریخی بهیر موخې او اغیزي

محقق: مصطفی حماس

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 7 سال 1398

تاریخ: 22-08-2024

چکیده

دا بحث یا څېړنه په څو مهمو او اړینو مضوعاتو شامله ده اویو  لړ داسې مطالب په کې را غونډ شوی چې د حبس اړوند مفاهیم ، مشروعیت ، تاریخی بهیر ، او اغیزو په اړه د لوستونکو ذهنیت روښانه کوی په پیل کې د حبس په لغوی ، اصطلاحي ، او هم د قانون له اړخه يې تعریفونه شوې چې د یو چا په طبیعی ازادي باندې د ټاکلې مودې لپاره په ټاکلي ځای ( محبس)  بندیز لګول دی حبس یو اوږد تاریخی بهیر لري، چې د بشریت د تاریخ سره سم د حبس تاریخ هم پیلیږی چې په بېلابېلو تمدنونو کې د حبس هم بېلابېل شکلونه او ډولونه دی ، اما دلته تر ډیره بریده  له اسلام څخه وړاندې ( د جاهلیت ) په دوره کې او هم په صدر اسلام کې د حبس په او محابسو په څرنګوالی ، او دبندیانو سره په چلند باندې لنډه خبره شوې ده ، حبس د وخت یو ضرورت ښودل شوی ، او په صدر اسلام کې يې بېلابېلی بڼې درلودې ، اما د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر خپلو صحابوو کرامو ته دا سپارښتنه کوله چې له بندیانو سره غوره، او د مهربانی چلند وکړي دا دستور او سپارښتنه صحابوو کرامو په داسې لوړ معیار پلې کړه ، چې په بشریت کې به هم مثال تکرار نشي ، په دې معنی د پیغمبر صلی ا لله علیه وسلم اصحابو د جګړې له اسیرانو د مېلمه پالنې چلند کړې ، ځکه چې بندې ته به یی هغه خواړه ورکول چې دوی ته به نه رسېدل ، او یا هغو ډېر لږ لاس رسی پیدا کېدلو په څېړڼه کې د فقهې او قانون له مخې د حبس په مشروعیت هم بحث شوې ، چې دواړه ېې د یوې تعزیري سزا په توګه د ټاکلو موخو د لاسته را وړلو لپاره مشروع ګڼی.

همدا راز په بحث کې د حبس په موخو رڼا اچول شوې ، چې ټوله کې ویلی شو ، د حبس بنسټیزه موخه د فرد بیاځلی جوړښت دی ، ترڅو هغه د حبس په اوږدو کې په خپلو کړنو له سره فکر وکړي ، او د محابسو ادارې هم د هغه اصلاح، سمون، تربیي د اغیزمنو لارو چارو په کاره ولو پاملرنه وکړي ، تر څو ټولنې ته یو داسې فرد وړاندې کړي نه یوازې دا چې له ورانکاریو، درغلیو، تعدي او تجاوز لاسه واخلی ، بلکه له دې ټولو سره کرکه ولري بلکه دځان او ټولڼې د خدمت ، پرمختګ ، هوساینی ، تصور ورسره پیدا شی ، او یو یومفید عنصر يې ټولنې او کورني ته تقدیم کړي.

په څېړنه کې د حبس په منفی او ناوړه اغیزو هم یادونه ، کله محابس خپل اصلاحي رول ادا نکړي ، محابس ، د ټنبلی ، بېکاري ، او د جرمونو د تبادلې، او کرکې په مراکزو اوړي چې په پایله کې په خپل زندانې، او د هغه په کورنې ، اولادونو ، میرمن ، هم روغتیایی ، روانې او اقتصادي ناوړه اغیزي کوي.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • حبس، مشروعیت، تعزیری جزا، تهذیب و اصلاح، قانون