جستجو

نبذة عن قراءات القرآن الكريم المختلفة

کتگوری: استادان

نبذة عن قراءات القرآن الكريم المختلفة

محقق: دکتور فصیح الله عبدالباقی

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 7 سال 1398

تاریخ: 22-08-2024

چکیده

قرآن کریم د الله تعالی ورستی کتاب دی چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل  شوی دی، الله پاک اسلامي امت ته بی شمیره نعمتونه ورکړي دي، چې له دغه نعمتونوڅخه تر ټولو ستر نعمت (قرآن  کريم) دى، دا کتـــاب الله پاک د ګرد انسانيت لپـــاره اوپه ځانګـــړې توګـــه د اســلامي امت لپاره دهدایت اولارښوونې په موخه نازل کړى دى، لکه څرنګه چې الله پاک فرما یي .

(هَذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ) معنى داچې دغه سترکتاب  د انسـانانود ژوند د چارو د ښه  سمـــــون لپاره یوه بشپړه تګلاره او مکمل دستورالعمل دی، چې له هغې پرته ورته کامياب ژوند تيــرول ناشونی دى، تاریخ ګواه دی کلـه  چې اســــلامي امت په دې کتاب کلکې منګــــولې لګــولې وې، داکتاب یي دخپل ژوند اصلي هدف اوموخه ګـــرځـــولى او دژوند په چاروکې يې دقرآن له احکاموسره سم حرکت کړی نو د دې کتاب په برکت الله پاک دوی ته عزت او وقارورپه برخـــه کــــړی ؤ، ځمــــکې اواسمـــان د دوی لپـــاره خپلې خزانې راپرانستی، او دوی ته په هرډګر کې بریا ورپه برخه شوی، دهمدغه کتاب له برکته دعلــــم او پوهې په ډګر کې هغوی د ټول انسانیت مخکښان و، د اخلاقـو په میدان کې د خلکـو مشران او پیشــوایان بلل کيــدل، غــــربت اوفقر د هغـــوې له مينځه کــډه وکــــړه ،....اوس که بیا مــوږوغواړو، چې د عـــزت او پرمختګ څښتنان شو، ستــــونزې اوآفتونه مو له مينځـــه ولاړشي،عـــافیت، اوسـرلــــوړي موپه برخه شي، د امن  اوســولې د نعمت څخه برخمن شو، دی ته اړتیاده چې یو ځل بیا دی کتاب ته صادقانه مراجعه وکړو، او د خپلو اسلافوپه څیر د دی کتاب خدمت ته ملا وتړو.

یو د هغه ډګرونو څخه چې زموږ پخوانیو علماوو ورته جدی پاملرنه کړی وه  قرآني قرا‌ئتونه و، په دی اړه یې بی شمیره کتابونه لیکلي ، او بی شمیره علماو او قراءو خپل ټول ژوند د دی ارزښتناک علم د زده کړې او تدریس لپاره وقف کړی وو، په دی لیکنه کې هڅه شوی چې د بیلا بیلو قرآني قرا‌ئتونو حقیقت  د لاندې ټکو په ترڅ کې څرګند کړو:

·         د قراءاتو پیژندنه

·         د بیلا بیلوقراءاتونو د اثبات دلائل

·         د قراءاتو ډولونه

·         د قراءاتو د منلوشرطونه

·         د قراءاتو ګټې او فائدې

الله تعالی دی دا لیکنه د څیړونکي او لوستونکو لپاره ګټه وره  وګرځوي.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • القرائة، قرآن الکریم، قراءات السبع، قراءات الثلاث، قراءات الصحیحة