جستجو

دترلاسه شوي حرام مال څخه دخلاصون لاره

کتگوری: استادان

دترلاسه شوي حرام مال څخه دخلاصون لاره

محقق: دکتور نجیب الله صالح

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 12 سال 1401

تاریخ: 10-09-2024

چکیده

داچه مال داسلامی شریعت دسترو اهدافو او پنځه ګونو مقاصدو څخه شمیرل شوی دترلاسه کولو لاری یی اسلامی شریعت په تفصیلی احکامو کښی بیان کړی .په نوموړی مقاله کښی دمال مفهوم واضح شوی اوبیا دحرام مال په اړه وضاحت او روښانتیا شوی هغه لاری په ګوته شوی چه ډیری مسلما نان دغفلت او یاهم دناپوهی له امله له نوموړو لارو څخه حرام مال ترلاسه کوی لکه غلا،رشوت،سود-ربا-قمار،دمخدره موادو تجارت او ټولی هغه لاری چه اسلامی شریعت ناروا ګرځولی.

اسلامی شریعت دحرام مال ساتنه اویا هم له دی لاری خپله سرمایه زیاتول ټول حرام او ناوړه عمل شمیرلی او هرمسلمان یی مکلف کړی ځان تری وساتی .

خوداچه نن سبا دحرام مال دلاسته راوړلو لاری دومر پراخه شوی چه یوګڼ شمیر مسلمانان له ددی مصیبت دارتکاب څخه غافل اوغیر محطاطه کړنه ترسره کوی خوچه کله یی عواقبو ته متوجه شی نو له دی مصیبت څخه دځان ژغورنی په هدف پدی لټه کښی شی چه څنګه وکولای شی چه له نوموړی حرام مال څخه ځان وژغوری .

پدی مقاله کښی  دفقهای کرامو دنظریاتو په رڼاکښی هغه لاری  روښانه شوی دکومو پواسطه چه یو مسلمان دحرام مال څخه خلاصون پیداکوی .

یومسلمان هیڅکله نشی کولای چه دحرام مال څخه دخپل ځان په ګټه استفاده وکړی بلکه دتوبی دقبول شرط هم همدادی چه ترټولو دمخه دحدرام مال څخه ځان وژغوری .او په پای کی  ددی وضاحت شوی چه حرام مال کله هم دبرکت او زیادت لامل نشی کیدای بلکه دانسان دهلاکت سبب ګرځی.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • حرام، معاملاتو، مال، احتکار، سود