کتگوری: استادان
د متقدمینو تفسیر پوهانو په وړاندې د قرآن کریم د محکم او متشابه آیتونو په تقسیم او تعریف کې د وقف رول
محقق: پوهاند دکتور محمد مزمل اسلامی
ژورنال: مجله علمی سلام
شماره: شماره 14 سال 1402
تاریخ: 15-10-2024
چکیده
د متقدمینو تفسیر پوهانو تر مینځ د قرآن کریم د محکم او متشابه آیتونو د تعریف او تقسیم په اړه مختلف آند لوري رامینځته شوي دي چې متشابهات یې په مختلفو ډولو ویشلي او په مختلفو ډولونو یې تعریف کړي دي. د محکم او متشابه په دغو تعریفونو او ویشلو کې د محکم او متشابه اړوند آیت (هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ) کې د وقف قضیه بنسټیز رول لري. په دغه لڼده مقاله کې د متقدمینو تفسیر پوهانو په وړاندې د محکم او متشابه په تعریف او تقسیم کې د وقف همدغه رول څیړل شوی، د هغه حالتونه او پرهغو باندې د استدلال کیفیت روښانه شوی، او پر هغو کې غوره او راجح نظر په ګوته شوی دی.
متقدمینو تفسیر پوهانو د محکم او متشابه آیتونو په تعریف او تقسیم کې په آیت کې په راغلو دوو وقفونو استدلال کړی، ځنو یې یوه وقف ته ترجیح ورکړې او بل یې له پامه غورځولی او ځنو نورو یې د هغوي په عکس دريځ نیولی دی او ځنو نورو بیا دواړه په یو وخت کې معتبر ګڼلي دي.
یوې ډلې علماوو په آیت کې یوازې د (اللَّهُ) پر مبارک لفظ باندې وقف ته اعتار ورکړی او په همدې بنسټ یې متشابهات یوډول ګڼلي او هغه یې داسې تعریف کړې چې له الله پاک پرته بل څوک یې پر تأویل علم نه لري.
دویمې ډلې بیا په آیت کې د (وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ) لفظ باندې وقف معتبر ګڼلي او د (اللَّهُ) پر مبارک لفظ یې وقف له پامه غورځولی دی، او بنا پر همدې یې متشابهات یو ډول ګڼلي او هغه یې داسې تعریف کړي چې راسخ علماء یې په تفسیر او بیان باندې پوهیږي.
او درېیمې ډلې علماوو بیا دواړه وقفونه په نظر کې نیولي دي او بنا پر دې یې متشابهات دوه ډوله تقسیم کړي او هر یو یې جلا جلا تعریف کړی دی. د دوی پر وړاندې د لومړي وقف د اعتبار پر بنسټ د متشابهاتو لومړۍ نوعه هغه ده چې د هغو په تأویل باندې یو ازې الله پاک علم لري او له هغه پرته بل څوک – که هغه راسخ علماء دي او که نور – د متشابهاتو د تأویل علم ته لاسرسی نه لري. د دویم وقف پر بنسټ د متشابهاتو دویمه نوعه هاغه ده چې د هغو د تأویل پوهه د عامو مسلمانانو له مینځه راسخو علماوو ته هم حاصله ده. چې همدا د متشابهاتو په تقسیم او تعریف کې د وقف د رول په هکله صحیح او جامع نظر او موقف دی.
مشاهده