جستجو

په فقه او قانون کی واجبه وصیت

کتگوری: استادان

په فقه او قانون کی واجبه وصیت

محقق: دکتور عبدالوهاب حسام پوهندوی وزیر محمد سعیدی

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 15 سال 1403

تاریخ: 29-10-2024

چکیده

پدی کې شک نشته چې مرګ د هر انسان لپاره یو منل شوی حقیقت دی. له مرګ څخه وروسته له اکثره مسلمانانو څخه مال او دارايي په میراث پاتې کېږي چې د متوفی ورثه یې د شرعي احکامو مطابق خپل منځ کې تقسیموي. آیا متوفی کولای شي له میراث نه پرته خپلو غیر وارثو اقاربو اقاربوته په خپل ژوند کې د خپلې دارایۍ په یو اندازه مال سره وصیت وکړي؟ او دا وصیت کول آیا جائز او مشروع کار دئ؟ او که وصیت ورباندې واجب دئ؟ ددې وصیت کولو په رابطه د دعلماوو مختلف نظریات شتون لري.

جمهور علما، لکه احناف، مالکیان او شوافع وایې: د اسلام په لمړنیو کې د دقران کریم د دې مبارک آیت په اساس (كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ.) 180 بقره (په تاسی لازمه شوی، کله چې تاسی نه یو چا ته مرک راشي که چېرې مال ورڅنی پاتې شي، وصیت کول مور، پلار او خپلو خپلوانو ته).

د وصیت ایت پراساس ورثه وو ته په مال سره وصیت کول واجب وه، او د میراث تقسیم هم د وصیت په اساس تر سره کیده، خو کله چی د میراث آیتونه نازل شول، د وصیت وجوب نسخ شو او په استحبابي ډول هر څوک کولای شي خپلو غیر وارثو خپلوانو او یا غریبانو ته د خپل مال په دریمه برخه یا له دریمې نه په کمې برخې سره وصیت و وکړي.

اهل ظاهر او یو تعداد مفسیرین لکه جصاص د داحكام القران مولف وایي: اوس هم غیر وارثو خپلوانو ته د مخکني آیت پر اساس په یو مقدار مال سره وصیت کول واجب دئ او پورتنی آیت د وارثانو په حق کې منسوخ دئ او د غیر وارثو خپلوانو په حق کې په خپل وجوب سره پاتې دئ.

د افغانستان مدني قانون او د مصر د وصیت قانون تنها د متوفی هغه لمسیانو ته چې پلار یې دنیکه یا نیا په ژوندون کې وفات شوی وي او د میراث د قواعدو پر اساس د میراث مستحق نه وي د قانون د حکم پر اساس وصیت واجب بللی.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • واجبه وصیت، فقه او قانون، موصی، موصی له، موصی به.