جستجو

عزت الله زهیر

عزت الله زهیر

پوهنځی: پوهنځی اقتصاد

ایمیل: Azatutllahzaheer28@gmail.com


معرفی

عزت الله زهېر د مصطفی خان زوی، چې په ۱۳۷۴ کال کې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. مورنې ژبه یې پشه یي ده او اصلي استوګنځي یې دره نور دی، مګر فعلاً په کابل کې ژوند کوي. هغه خپلې ثانوي زده کړې په ۱۳۹۳ کال کې په ننګرهار لیسه کې په عالي درجه بشپړې کړې، او لوړې زده کړې یې په ۱۳۹۸ کال کې د خراسان پوهنتون کې په مدیریت برخه کې ترسره کړې. عزت الله زهیر د مدیریت علومو په برخه کې د پنځو کلونو تدریسي تجربه لري. اوس مهال په کابل پوهنتون کې د سوداګرۍ ادارې ماسترۍ په برنامه کې زده کړې کوي او ښاغلی زهېر په اقتصادي او مديريتي مسائلو باندې ژوره پوهه لري. د هغه د زده کړې او تدریس شوق د دې لامل شوی چې زده کړیالانو ته د افغانستان په کلتور پورې تړلي اړوند او ګټور مثالونه او تشریح برابر کړي، څو هغوی وکولی شي په ښه ډول ګټه ترې واخلي.