جستجو

حدیث وجایگاه آن درهرات

کتگوری: استادان

حدیث وجایگاه آن درهرات

محقق: پوهاند دکتور محمد اسماعیل لبیب بلخی

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 3 سال 1391

تاریخ: 08-08-2024

چکیده

د ھرات جغرافيايی موقعيت او علمي اھميت، ھرات د حضرت عمر بن خطاب په خلافت کی د احمد بن قيس تميمی په لاس فتح شو، د حديثو پرمختګ دور پکی د دويمی پيړۍ څخه پيل شو.

په ھرات کی د محدثينو تګلاری: په دی مبحث کی په دی بحث شوی چی  د ھرات محدثينو د حديثو د روايت، حفظ او کتابت په اړه خپلی ځانګړی تګلاری درلودی. د ھرات د حديثی مدرسی ځانګړتياوی: په دی مبحث کی لاندی موضوعات تر څيړنی لاندی نيول شوي دي:

د ھرات لوی او ثقه محدثين ھغه محدثين چی د حديثو ترڅنګ يی په عربي ژبه ھم بشپړ تسلط درلود او

په دی اړه يی کتابونه ھم ليکلي دي. د ھرات محدثين د بلخ د محدثينو برعکس د امام شافعی رحمه لله د مذھب پيروان ؤ.

په پای کی د ھرات د حديثی مدرسی ځانګړتياوی تر بحث لاندی نيول شوی دي، چی لاندی مسايلو ته پکی اشاره شوی ده.

د ھرات ښار د علم حديث مرکز او د حديثو د طلابو لپاره مرجع وګرځيده. په دی مځکه ډير لوی شمير داسی محدثين پيدا شول چی د علم حديث لوړو مرتبو او د نقد حديث لوړ مقام ته رسيدلي ؤ. دلته ډير لوی شمير کتابونه د علم حديث په بيلا بيلو اړخونو وليکل شول لکه جرح وتعديل، تاريخ، علم الرجال او داسی نور.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • حدیث، مدرسه هرات، راوی، منهج محدثین