جستجو

په اسلام کې د ښځې مقام

کتگوری: استادان

په اسلام کې د ښځې مقام

محقق: دکتور رفیع الله عطاء

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 5 سال 1392

تاریخ: 10-08-2024

چکیده

هر چاته خپل حق ورسید، ښځه مور شوه، ښځه خور شوه، ښځه لور شوه، ښځه د ژوند ملګرې او خوږه میرمن شوه او په هیچ ډګر کې محرومه نه شوه.

 دا چې ددې د ښو پر ډاګه کولو لپاره چې کوم حقوق ورته ورکړل شول؟ او له کوم تیري څخه وژغورل شوه؟ دا لیکنه وړاندې کوو، ترڅو دا ځواب د قرآن کریم د لارښوونو په رڼا کې ولټوو او وګورو چې په جاهلیت او په ځانګړي توګه عربي جاهلیت کې د ښځې حالت څنګه ؤ؟ او بیا قرآن کریم د ښځې اړوند اسلامي تصور څرنګه وړاندې کوي او له هغه جاهلیت وروسته ورته اسلام څه ورکړل؟ نو بیا به ښه جوته شي چې ښځه د اسلام په راتګ سره څومره د پت او کرامت اوچتی کچې ته ورسیده او له څومره بدبختیو او ناخوالیو وژغورل شوه؟

او همدغه راز به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلو سنتو کې د ښځې د مکانت او رسالت په اړه ځغلنده نظر واچوو ترڅو اسلامي تصور په دې هکله ښه روښانه شي.

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • ښځې، مقام، جاهليت، تقوی، حقوق