جستجو

په تفسیر کې (دخیل) یا د قرآن کریم ناسم او ګډوډ تفسیرونه معنی او مفهوم، شالید،لاملونه، ډګرونه او ناوړه پایلې یې

کتگوری: استادان

په تفسیر کې (دخیل) یا د قرآن کریم ناسم او ګډوډ تفسیرونه معنی او مفهوم، شالید،لاملونه، ډګرونه او ناوړه پایلې یې

محقق: دکتور فصیح الله عبدالباقی

ژورنال: مجله علمی سلام

شماره: شماره 11 سال 1401

تاریخ: 10-09-2024

چکیده

له یو اړخه د ځینو مسلمانانو د قرآن کریم د روح سره نابلدتیا او په پوهه او فهم کې کمې او له بل پلوه د اسلام د دښمنانو د اسلام سره دی دښمنۍ ؛ کینې او دسیسو په سبب زموږ په تفسیري ثراث کې هغه څه ورګډ او ځای پر ځای شول چې د قرآن کریم د تفسیر سره نه بلکی د قرآن کریم د روح او تعلیماتو سره یې بشپړ مغایرت او توپیر درلود؛ او د هغه د لارښوونو سره په بشپړ ډول په ټکر کې وو، او تر دی دمه زموږ په تفسیري کتابونو کې شتون لري؛ بلکی ویلی شو چې متاسفانه دا ناوړه او کرغیړن خوځښت په بیلابیلو بڼو نن هم شتون لري او په خورا چټکتیا او ځیرکتیا سره د خپلو شومو موخو د لاس ته راوړلو لپاره؛ د خپلو ټولو وسائلو په کارولو سره فعالیت لري.

په دی لیکنه کې هڅه شوی چې د دغه پدیدې - چې په اصطلاح کې د «دخیل» یا د قرآن کریم ناسم تفسیر په نوم یادیږي – په اړوند اړین موضوعات د بحث او څیړنې لاندی نیول شوی دي ؛ تر څو هر مسلمان په تفسیر کې د «دخیل» څخه خبرشي او د هغه د ناوړه اغیزوڅخه خوندي پاته شي ؛ د قرآن د درست،  سم او حقیقي تفسیر حفاظت اوساتنه وشي؛ او د قرآن کریم پر ضد د دین د دښمنانو ناوړه او کرکجنې دسیسې برملا او څرګندی شي ؛ او په ټوله کې اسلامی امت او ټول انسانیت د قرآن کریم د سمو او سوچه لارښوونو څخه برخمن شي او هغه آخرني آرمان ته – چې د مځکې پر سر د سوچه قرآني نظام اقامه ده- ورسیږي. دی موخو ته د رسیدلو په منظور دا څیړنه په لاندی مطالبو ویشل شوی ده:

د (دخیل) یا ناسم تفسیر معنی او مفهوم

په تفسیري ډګر کې د (دخیل) یا ناسم تفسیر پیل

د (دخیل) یا ناسم تفسیر ناوړه پایلې

د (دخیل)  یا ناسم تفسیر ډولونه یا ډګرونه.

أ-:اسرائلیات

ب:بی لارې ډلی او فرقی

ج:د قرآن کریم علمي او سائنسي تفسیر

د:د معاصرو سیکولارانو او بی دینانو تفسیر

مشاهده
    کلمات کلیدی:
  • دخیل، ناسم تفسیر، اسرائلیات، سائنسي تفسیر، سیکولارانو تفسیر