کتگوری: استادان
ازدواجية المعايير وأثرها على السلام العالمي
محقق: دکتور عبدالباقی امین
ژورنال: مجله علمی سلام
شماره: شماره 1 سال 1390
تاریخ: 04-08-2024
چکیده
يو منصفانه او عادل نړيوال نظام هم شرعا مطلوب دي او هم په نړۍ کې سوله او ثبات منځ ته راوړي، مګر له بده مرغه د نړيوالو مؤسساتو فعلي حالت او دوه مخيزو سياستونو ټول نړيوال نظام او نړيواله سوله د خطر سره مخ کړې ده اود ملتونو په ذهنونو کې يې ددې نړيوالو مؤسساتو د موجوديت افاديت او اغيزه تر پوښتنې لاندې راوستې ده، چې په نتيجه کې يې د زور له لارې د مسايلو د حل کوښښونو رواج موندلي، له دې امله ددې قضيې څيړل ضروري او اړين وبلل شو.
په پيل کې د دوه مخيز سياست مفهوم او بيا يې د هغه اسباب بيان کړي، او وروسته يې هغه اصول په ګوته کړي چې اسلام د هغو پر بنسټ نړيوال نظام قائمول غواړي، او بيا يې د بيلګې په توګه دوه مسئلو ته اشاره کړې چې هغه د نړيوالو مؤسساتو د دوه مخيزو سياستونو ډيرې څرګندې بيلګې دي، دا دوه مسألي يوه د فلسطين مسأله ده او دوهمه يې د سوډان ، او بيا يې ددې دوه مخيز سياست اضرار او زيانونه په ګوته کړي دي، او په پاي کې يې د دغې ستونزې د علاج لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړي دي...
مشاهده