جستجو

د ارتداد احکام د اسلامي فقهې او د افغانستان د نافذه قوانینو له نظره

د ارتداد احکام د اسلامي فقهې او د افغانستان د نافذه قوانینو له نظره

ماستری

محصل: وحید الله

استاد رهنما: دکتور نجیب الله صالح

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 156

سال دفاع: 2018

چکیده

دغه لکینه په لړلیک، سریزې، تمهید، څلورو فصلونو او نتیجه ګیرۍ باندې مشتمله ده چې په هر فصل کې د موضوع اړوند مسائل راټول شوي دي او په جدا ګانه ډول په مباحثو او هر مبحث په اړوندو مطالبو او بالآخره هر مطلب په ځانګړو عنوانونو باندې ویشل شوی دی.

1.      تهمید: څرنګه چې په دغه څېړنه کې د ارتداد احــکام د اســـــلامي فقهې او د افغانســــتان د نافذه قوانینو له نظره څېړل شوي دي، او ارتداد د شرعي حدودو څخه یو حد دی، نو اړینه وګڼل شوه تر څو د تمهیدي خبرو په ترڅ کې لومړی شــــرعي حدودود په خلاصه شکـــل ســــره معرفي شـــي او بیا د ارتداد د حد ځای په شرعي حدودو کې څرګند شي.      

2.     لومړی فصل: لومړي فصل مو ارتداد پېژندنې ته ځانګړی کړی دی چې د ارتداد تعریف، ارکان، د صحت شــرطونه او د ارتداد تاریخي ســـیر مو پکې بیان کړي دي.

3.     دویم فصل: دویم فصل مو د ارتداد اســـــــــــبابو ته ځانګړی کړی دی په کوم کې چې د ارتداد عقیدوي اســـــباب، قولي اســــــباب، د اعمالو اســــــباب،  او د شــــرعي اعمالو د ترک کولو اســـــــباب ذکر شوي دي.

4.     دریم فصل: دریم فصل مو د ارتداد احکامو ته ځانګړی کړی دی چې پکې د اسلامي فقهې او د افغانستان د نافذه قوانینو له نظره د ارتداد احکام بیان شوي دي.

5.      څلورم فصل: څلورم فصل مو د ارتداد د سزا په هکله د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې او د بشر د حقوقو د شعار ورکوونکو د نیوکو، انتقاداتو او نوموړو نیوکو او انتقاداتو ته د اســــــــــلام د مبار ک دین لخوا عقلي او نقلي دلایل وړاندې کړي دي.

6.     خاتمه: په خاتمه کې د بحث مهمې پایلې ذکر شوي دي.

او بالآخره دغه لیکنه مو د الله سُبحانهُ و تعالی جل جلالهُ په توفیق سره پای ته ورسوله.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده