
د استوګنـځـي مصـؤنـيـت په اسلامـي فـقـه اوملي قوانينو کې
ماستری
محصل: ثنا گل تره خیل
استاد رهنما: دکتور نجیب الله صالح
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 158
سال دفاع: 2019
چکیده
پدې رساله کې داستوګنځي مصؤنيت په اسلامي فقه او ملي قوانينوکې په درې فصلونو، چې لومړى فصل کې داستوګنځى او مصؤنيت، دمصؤنيت تاريخي سير،داستوګنځي د مصؤنيت هدف او ګټو په اړه د اسلامي فقه او قانون له نظره، هر اړخيزه معلومات راټول شوي،په دوهم فصل کې داستوګنځي دمصؤنيت اهميت دلائل په قران کريم او نبوي احاديثوکې، دافغانستان په ملي قوانينو کې د استوګنځي دمصؤنيت اهميت، داستوګنځي دمصؤنيت داخلال تاثير په عدلي اجراتو کې ځاى پرځاى شوي، دريم فصل کې دمسکوني محلونو تخريب دعامه ګټو په خاطر، استملاک دافغانستان په قوانينو کې ، داستملاک ګټې او زيانونه، په افغانستان کې دجنګي ډلو (دولت او مخالفينو ) لخوا داستوګنځي دمصؤنيت دنقض مستندې پيښې ځاى پرځاى شوي .
استوګنځى دقراني ارشاداتو او نبوي احاديثو په رڼا کې مصؤن اوخوندي دى، قرانکريم په څرګند ډول مسلمانانو ته امر کوي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ) اى مؤمنانو! له خپلو كورونو څخه پرته نورو كورونو ته ترهغې پورې مه ننوځئ ، ترڅو چې اجازه ترلاسه نه كړئ او پركورنۍ باندې سلام وا چوئ داكړنلاره ستاسې لپاره ډېره ښه ده، ښائي چې تاسې به دې ته پاملرنه وكړئ، ددې ايت دحکم څخه دا جوته ده،چې استيذان واجب دى، په نبوي احاديثو کې په څرګند ډول دبل دکور دننه کتل او اطلاع لاسته راوړل منع شويدي،افغانستان يواسلامي هيواد اوخلک يې مسلمانان دي، زموږ ملي قوانينو هم په خپلو احکامو کې داستوګنځي دخونديتوب امرکړى، داساسي قانون دحکم په اساس استوګنځى له تيري او تعرض څخه خوندي اومصؤن دى، دجزاکود حالاتو او اوضاع ته په پاملرنه په مسکوني محلونو دتيري مرتکب ته مختلف مجازات پيش بيني کړيدي، داستوګنځي حرمت او مصؤنيت اسلامي شريعت او زموږ ملي قوانينو منلى، خو دافغانستان اوږدې جګړې کې دافغان ولس له استوګنې دغه حق او اصل،سخت زړو جګړه مارو تروړلى دى، هيله من يم چې په افغاني جامعه کې دولتونه، سياسي رژيمونه، سياسي او نظامي ډلې داستوګنځي داصل درعايت لپاره جدي پاملرنه وکړي، نورددې زوريدلي ولس دکور دروازه په ناقانونه شکل او بې ضرورته وخت کې ونه ټکول شي، پوليس، دملي امنيت کارکونکي او نور وسله وال ګروپونه ددې مظلوم، درديدلي اوکړيدلي افغان ولس شرعي او قانوني حقوقو ته په خاص ډول داستوګنځي مصؤنيت حق ته ځانګړې پاملرنه وکړي، اميد دى چې ديو مسلمان او افغان په توګه داسلامي شريعت او قانون احکامو ته په درناوي خپل کور او دبل کور ته دننوتلو په وخت اسلامي اداب او اصول مراعات کړي،ځينې استثنايي حالتونه شته،چې پدې وختونو کې موظف اشخاص کولى شي، ديو چا دکور حرمت او مصؤنيت نقض کړي، پدې حالتونو کې هم بايد اصول مراعات شي، دضرورت حالتونه مشخص او قانون پيشبيني کړيدي،کله چې ضرورت پيدا شي، بايد داحکامو سره سم اجراءات وشي، دعامه ګټو په خاطر دخلکو دځمکو داستملاک پر وخت بايد عادلانه عوض خلکو ته ورکړل شي، پدې څيړنه کې مې د معتبرو تفاسيرو،دحديثو کتابونو، فقهي کتابونو، قوانينو اونورو معتبرو سندونو څخه استفاده کړې، ترڅو مې په ټولنه کې داسلامي اخلاقو او ادابو دترويج په حصه کې څه ناڅه هڅه کړي وي، په ټولو کشفي اداروکې داستوګنځي اصل ته دپاملرنې په موخه مې دغه علمي څيړنه ترسره کړه، غواړم عدلي اوقضايي ارګانونه ددې اصل دنقض مرتکبينو دمجازاتو ترڅنګ دمتضرر شخص دخسارې دجبران په اړه سخته پاملرنه وکړي، پدې هيله چې داستوګنځي دحرمت نقض کوونکي، که ددولتي مسؤلينو څخه وي اوکه دوسله والو ګروپونو څخه، دعدلي تعقيب ترڅنګ يي اجراء ات اوکړنې باطلې وګڼلى شي.