د ميرمنې مالي حقوق د اسلامي فقهې او افغاني قانون له نظره
ماستری
محصل: شیهدالله
استاد رهنما: دکتور عبدالباقی امین
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 162
سال دفاع: 2019
چکیده
أِنَّ الْحَمْدَ لِلَّهِ، نَحْمَدُهُ، وَنَسْتَعِينُهُ، وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِيَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ, وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه و أصفيائه أجمعين.
أما بعد: د میرمنې مالي حقوق هغه موضوع ده، چې په اوسني وخت کې یې د اسلامي فقهې او افغاني قانون له مخې څېړلو ته، تر بل هر وخت زیاته اړتیا ليدل کېږي، ځکه له یوې خوا غیر اسلامي خوځښتونه له مسلمانې ښځې څخه د مسلمانانو پر وړاندې د وسیلې په توگه گټه اخلي او ورته وایي چې اسلام تاسې ته هیڅ ډول مالي حقوق ندي درکړي او له بلې خوا ځینې مسلمانان له اسلامي احکامو څخه په بې خبرۍ د ښځې پر وړاندې هغه موقف خپلوي، چې د اسلام له روح او فکر سره په ټکر کې وي، ځکه د اسلامي لارښوونو د مطالعې په ترڅ کې په ډاگه کېږي، چې اسلام یوازینی دین دی، چې ښځې ته په پوره مالي حقوقو قایل دی.
څرنگه چې ښځه طبیعتاً د ډېرې عاطفې خاونده، زړه سواندې او په بدني لحاظ هم نازکه ده، نو له دې امله اسلام پر ښځه د هغو کارونو ترسره کول لازمي کړي، چې د دې له طبعییت سره همغږي دي، لکه د اولادنو روزنه او پالنه، کورني کارونه ترسره کول، او داسې نور او د هغو کارونو په ترسره کولو یې نده مکلفه کړې، چې د دې لپاره ثقیل او درانه وي، ددې تر څنګ یې هغه مالي حقوق هم ورته ورکړي چې ددې د ژوندانه لپاره په پوره توګه بسنه کوي او ورځني مشکلات یې ورباندې په کامله توګه حل کیږي. را به شو دې ته چې د میرمنې لپاره اسلام کوم مالي حقوق په نظر کې نیولي په دې رساله کې مې په لاندې ډول څیړلي دي:
لومړی د تمهید برخه ده په دې برخه کې دوه مطلبونه شتون لري، (۱) د حق لغوي او اصطلاحي تعریفونه، (۲) د حقوقو د هغه برخو یادونه (تر یوه موضوعي تقسیم لاندې) کوم چې ددې رسالې د لوستلو په وخت کې اړین دي، له تمهیدي برخې – مبحث – وروسته په اسلام کې د ښځې دریځ د نورو ادیانو او فلسفو په پرتله په لنډ شکل تر څیړنې لاندې نیول – د لزوم په اندازه- شوی دی، چې دوې برخې لري، لومړی په نورو ادیانو او فلسفو کې د ښځې دریځ، دویم د اسلام په ښکاره دین کې د ښځې دریځ او منزلت، په دویم فصل کې په مهر او متعه کې د میرمنې حق تر څیړنې لاندې نیول شوی دی، چې لومړی د مهر د معنا، اندازې او لزوم په هکله مختصر لازم بحثونه د افغاني مدني قانون په پرتله تر لازمې څیړنې لاندې نیول شوي. او دویم د متعې بحث چې لومړی یې مشروعیت او په ذمه باندې د لزوم بحثونه او په اړه یې د اهل سنت او جماعت د فقهاوو اجتهادي وجهې او نظرونه تر لازمې څیړنې لاندې نیول شوي دي، وروسته بیا د متعې احکام د قرآني آیتونو، نبوي احادیثو او د فقهاوو په غوره اجتهادونو سره تر مختصرې څیړنې لاندې نیول شوي او د مدني قانون نظر هم ورسره راوړل شوی دی.
په دریم فصل کې نفقه او هستوګنځی تر څیړنې لاندې نیول شوی دی له کوم ځایه چې د میرمنې مالی حقوق غالبا د احسان تر مرحلې پورې ارزښت لري، هغې وجوه ته هم پکې اشارې شته دي.
په څلورم فصل کې لومړی د حضانت او رضاع احکام بیان شوي، له کومه ځایه چې دا موضوعات تربیتي مفاهیم لري، نو د موضوع تربیتي اړخونه د موضوع له اصل سره په لنډه توګه تر بحث لاندې نیول شوی او په وروستي مبحث کې لومړی، د میراث لغوي او اصطلاحي معنا شوې، بیا په عامه توګه د ښځینه د میراث احوالو یوه برخه بیان شوې او کوم انتقادونه چې په دې هکله شتون لري، هغه هم په مختصر ډول څیړل شوي دي، په پای کې د میرمنې د میراث حالتونه تر مختصرې څیړنې لاندې نیول شوي دي.
