جستجو

فقهي قواعد په کتاب البیوع د بدائع الصنائع کې د ماسترۍ رساله

فقهي قواعد په کتاب البیوع د بدائع الصنائع کې د ماسترۍ رساله

ماستری

محصل: حضرت ګل

استاد رهنما: دکتور محمد سلیم مدنی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 17

سال دفاع: 2022

چکیده

دا څیړنه چې  د بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع په کتاب البیوع کې د (فقهي قواعد په کتاب البیوع د بدائع الصنائع کې ) تر عنوان لاندې تر سره شوې ، هڅه شوې چې داسلامي فقهې د یو معتبر فقیه او د حنفي مذهب پېژندل شوی عالم امام کاساني رحمه الله  او کتاب یې بدائع الصنائع چې دحنفي فقهې له باوري او مشهورو مصادرو او مراجعو څخه شمېرل کېږي او دفقهي قواعدو چې په اسلامي فقه کې داساس او بنسټ مثال لري څیړل شوي په لاندې ډول دی :

پیلیزه (مقدمه) ، درې فصلونو ، پایلې ، وړندیزونه ، د آیاتونو ، آحادیثو ، او اعلامو لړلیکونه ، مأخذونه او په آخیر کې د انګلیسي ژبې په لنډیز مشتمله ده .

پیلیزه کې دموضوع اهمیت ، ضرورت ، د غوره واليلاملونه ، دڅیړنې اصلي پوښتنې ، د موضوع په اړه پخوانۍ لیکنې ، کړنلاره ، موخې ، ستونزې او ترتیب بیان شوی دی .

لومړی فصل په دی فصل کې د فقهي قواعدو د پیژندنې او بیا د هغې  ارزښت او اهمیت ، او د هغې ډولونه څیړل شویدي ، او د دې ترڅنګ د فقهي قواعدو حجت والی تر څیړنې لاندې نیول شوی دی ، او همدارنګه د امام کاساني رحمه الله ترجمه او د هغه د کتاب پیژندنه پکې بیان شوې ده.

    دویم فصل په بیان د هغه قواعدو کې چې استخراج شوي د فصل د ( رکن البیع )نه تر فصل د ( بیوع المکروه )پورې په دیکې (۷) مبحثه دي.

لومړې مبحث: فقهي قواعد د( رکن البیع ) په فصل کې.

دویم مبحث: فقهي قواعد په فصل د(شرائط انعقاد البیع ) کې چې متعلق دي د عاقد،نفس العقد،او مکان د عقد پورې.

دریم مبحث: فقهي قواعد د(شرائط انعقاد البیع) په فصل کې.

 ‍‍ چې متعلق دي معقود علیه پورې.

څلورم مبحث: فقهي قواعد  د(شرائط صحة البیع) په فصل کې.

پینځم مبحث: فقهي قواعد  د(شرائط نفاذ البیع) په فصل کې.

شپږم مبحث: فقهي قواعد  د(ربا او جریان الربا) په فصل کې.

اووم مبحث: فقهي قواعد  د(شرائط الرکن ) په فصل کې.

په دریم فصل کی هغه فقهي قواعد راټول شوي چی په فصل د حکم البیع او په فصل د ما یرفع به حکم البیع کی ذکر شوي دي او دا فصل مشتمل دی په څلورو مبحثونو.

لومړی مبحث: فقهی قواعد د ( الحکم الأصلی للبیع) په بحث کی په دې کې پنځه مطلبه دي.

دویم مبحث: فقهی قواعد په بحث د هغه احکامو ی تابع د حکم اصلی د بیعې دي په دې کې څلور مطلبه دي.

 دریم مبحث: فقهی قواعد په بحث د خیاراتو کي په دې کې لس مطلبه دي.

څلورم مبحث: فقهی قواعد په بحث د ( ما یمنع الرجوع بنقصان العیب و ما لا یمنع) په دې کې شپږ مطلبه دي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده