جستجو

د سولې له لارې د مدني شخړو حل د اسلامي فقهې او قانون له نظره

د سولې له لارې د مدني شخړو حل د اسلامي فقهې او قانون له نظره

ماستری

محصل: محمد خالد

استاد رهنما: دکتور محمد سلیم مدنی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 215

سال دفاع: 2021

چکیده

سوله هغه موضوع ده چې په اوسني وخت کې یې په اړه پراخه څېړنې ته زياته اړتيا ليد ل كيږي. ځکه، له یوې خوا د شخړو او ناخوالو فضا خوره ده، او له بلې خوا پخلاینې کډه کړې ده. ځکه، چې لامل یې د اسلامي اصولو نه مراعت کېدل بللی شو. نو په داسې حسا سو حالاتو كې زموږ په ټولنه کې شته ستونزو ته په کتو په دې څېړنه کې هغه موضوعات ځای پرځای شوي دي چې زموږ د ټولنې د هر وګړې لپاره نه یواځې دا چې ګټور دي بلکې د خوراک او څښاک څخه هم زیاته اړتیا ورته لري.

موږ چې خپلې ټولنې ته ګورو، داسې یو څو څيزونه به، چې لاندې یې یادونه شوې، په نظر راشي چې خپلې لوړې کچې ته رسیدلي او زموږ ټولنه یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

1.       ناپوهي: ناپوهي د دې لامل شوې ده چې نه خپل حق پېژنو،نه د بل حق پېژنو چې له امله یې یو بل باندې ظلم او زیاتی صورت نیسي په نتیجه کې شخړو او ناخوالو سره لاس او ګریوان یو؛

2.       شخړې: هره ورځ کور په کور، کوڅه په کوڅه، کلي په کلي او قوم په قوم حتی کله هم د ولایاتو په کچه رامنځ ته کېږي او یا هم د رامنځته کېدو په درشل کې وي؛ او

3.       د اسلامي شریعت او ټولنو سالم دودونه نه مراعت کېدل: د شخړو د ناورین د حل او فصل لپاره مهمې لارې چارې د اسلامي شریعت او ټولنو سالم دودونه مراعت کول دي. دا هغه موارد دي چې مونږ ورڅخه یا ناخبره یو او يا په قصدي ډول د هغې څخه استفاده نه کوو او شخړې په خپل حال پاتې کېږي او یا لا ډیره ناوړه بڼه خپلوي.

نو ما هم د سولې په برخه کې خپله څېړنه په لاندی ډ ول راخُلاصه کړه:

اوله برخه: ما په دې برخه کې د سولې پېژندنه، د سولې ارکان او شرائط، د سولې اهمیت، د سولې فضایل، د سولې فوائد، د سولې ډولونه، د سولې حکم، او د سولې ځانګړنې او داسې نور موارد ځای پرځای کړي دي.

دوهمه برخه: ما په دې برخه کې د کورني جوړښت اصول ځای پر ځای کړي او بیا مې په کورنۍ کې د شخړو صورتونه راوړي؛ ورپسې مې هغه شخړو ته د اسلامي شریعت او قانون له اړخه حل لارو باندې رڼا اچولې؛ بیا په دوهم مبحث کې مې د مدني قضایاوو پېژندنه او د هغې ډولونه راوستي دي؛

دريمه برخه: په دې برخه کې مې د سوداګریزې ساحې اړونده معلومات مختصر او لنډ ځای پر ځای کړي دي.

څلورمه برخه: په دې برخه کې مې د څېړنې پایلې د شمېرو په ترتیب سره ذکر کړي دي.

پینځمه برخه: دا برخه مې په سوله کې ښکېلو ټولو لوریو، لکه د سولې محترم وزارت، د پوهنتون محترمه اداره، سوله کوونکو یا مصلحینو، او په شخړه کې ښکېلو لوریو، لپاره خپلو وړاندیزونو ته ځانګړې کړې ده؛

شپږمه برخه: دې برخه کې مې د ایاتونو، احادیثو، او اعلامو لړ لیکونه او مصادر (سرچینې) ذکر کړي دي .

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده