په غير اسلامي هيوادونو کې د ميشتو مسلمانانو ټولنيز أحکام د اسلامي شريعت په رڼا کې
ماستری
محصل: محمد حسن حقیار
استاد رهنما: دکتور محمد یونس ابراهیمی
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 273
سال دفاع: 2024
چکیده
۱- نوموړې موضوع په غير اسلامي هيوادونو کې د ميشتو مسلمانانو د ټولنيزو احکامو په تړاو ليکل شوې ده او دا خبره په کې واضح کيږي او څيړل کيږي چې هلته د ميشتو مسلمانانو ژوند او ټولنيز احکام بايد په کوم ډول ترسره شي،لکه واده،طلاق،خوراک څښاک او.. نور ډير مسائيل په کې واضح کيږي.
۲- دا چې په اوسني وخت کې زموږ ډير هيوادوال غير اسلامي هيوادونو ته مهاجر شوي دي،هلته يې خپلې کورنۍ ليږدولي دي،دوئ بايد هلته په کوم ډول اصولو ژوند تير کړي؟نو دوی ته مې اصلا د ټولنيزو احکامو اړوند څو مهم مسائيل د اسلامي شريعت له ديدګاه څخه تشريح کړي دي.
۳-په دې څېړنه کې مې داصلي مراجعو څخه استفاده کړې ده، دڅلور ګونو فقهي مذاهبو په برخه کې هم لومړنيو مصادرو څخه مې استفاده کړې ده، او په هغه معاصرو مسايلو کې چې په پخوانيو فقهي کتابونو کې نه پيدا کيږي دمعاصرو علماؤ له کتابونو مې په کې استفاده کړې ده.
۴- زما دغه څېړنه، په څلورو فصلونو مشتمله ده چې هر يو فصل يې بيا په مبحثونو او مطلبونو باندې مشتمل دی، په لومړي فصل کې د دار اړوند بحث شوی دی،دارالاسلام او دارالکفر واضح شوی دی او په دې اړه مې د فقهاؤ نظريات هم راوړي دي.
په غير اسلامي هيوادونو کې د اوسيدلو اړوند خبره مې کړې ده او دا مې د اسلامي شريعت له مخې واضح کړې ده. په غير اسلامي هيوادونو کې د ښځې حالت ته کتنه شوې ده.په همدې ډول په دوهم فصل کې د واده بحث مطرح شوی دی،واده بيا د اسلامي شريعت له نظره څيړل شوی دی او هم د يو شمير غير اسلامي هيوادونو د قوانينو له مخې څيړل شوی دی،خطبه هم واضح شوې ده،له خطبې مخکې حالت او د خطبې په اړه د يو شمير نامسلمانو هيوادونو حالت او قوانينو ته هم کتنه شوې ده.بيا دريم فصل کې د طلاق بحث په اسلامي او غير اسلامي هيوادونو کې مطرح شوی او څيړل شوی دی.په څلورم فصل کې بيا يو شمير نور ورځني ټولنيز احکام د څيړنې لاندې نيول شوي دي،دا په کې واضح شوې ده چې د اهل کتابو په مقبرو کې د مسلمانانو خښول څه حکم لري،ددوئ په جنازو کې ګډون د شريعت له نظره څه ډول دی،دوئ ته تعزيت څه حکم لري،ددوئ په مراسمو کې ګډون څنګه دی دا او دې ته ورته نور موضوعات په دې فصل کې واضح شوي دي.
په پای کې مې د څيړنې پايله او مهم نتائج بيان کړي دي.