
احسان د قرآن کريم په رڼا کې (موضوعي څيړنه)
ماستری
محصل: عباد الله
استاد رهنما: دکتور رحمت الله زاهد
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 286
سال دفاع: 2019
چکیده
دغه موضوع چې (احسان د قرآن کریم په رڼاکې) تر عنوان لاندي ده.
په دي موضوع کې د احسان پیژندنه ، د احسان کولو نموني او ډګرونه چې په قرآن کریم کې ذکر شوي دي هغه څیړل شوي دي.
په دي موضوع کې مقدمه،تمهید، دوه فصلونه، خاتمه، وړاندیزونه او لړلیکونه ذکر شوي دي.
په مقدمه کې:دموضوع اهمیت،دموضوع ټاکنې لاملونه ،دموضوع أهداف،په دي موضوع کې مخکینۍ لیکنې،د موضوع حدود،د موضوع لپاره سوالونه،دموضوع کړنلاره او دموضوع دجولښت پلان (خطه) ذکر شوي دي.
په تمهید کې: د احسان معنی او مفهوم او په احسان کلمي پوري اړونده اصطلاحات څیړل شوي دي.
په لومړی فصل کې : داحسان کولو مکانت او مرتبه ، د احسان أهمیت او ارزښت ، د احسان مرتبه او د محسنینو درجات ، د احسان کلمه او دهغه شمیر په مختلفو معناګانو سره او د احسان په اړه د ځینو پیغمبرانو نمونې د قرآن کریم په رڼا کې ذکر شوي دي .
په دویم فصل : داحسان ډګرونه ، د الله ( احسان له خپل مخلوق سره ، له مور او پلار سره احسان ، له میرمني سره احسان ، له اولاد سره احسان ، له خپلوانو سره احسان ، له یتیمانو سره احسان ، له مساکینو سره احسان ، له مسافرو سره احسان ، له ګاونډیانو سره احسان ، له اسلامي ټولني سره احسان ، او د احسان ګټې او فایدي ذکر شوي دي .
او د موضوع په آخر کې پایلې،وړاندیزونه او لړلیکونه (د آیتونو لړلیک،داحادیثو لړلیک او د مراجعو لړلیک او دموضوعاتو لړلیک) ذکر شوي دي.