حجاب او ستر د قرآن او سنتو په رنا کی
ماستری
محصل: نجیب الله
استاد رهنما: دکتور فصیح الله عبدالباقی
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 293
سال دفاع: 2023
چکیده
کومه لیکنه چې ستاسوپه مخ کې ده (حجاب اوسترد قرآن کریم اوسنتوپه رڼاکې) نوموړې موضوع چې د بنده د ماستری دورې تیزیس دی د قرآن اونبوې احادیثو په رڼاکې چې د قدرمن استاد دکتور فصیح الله عبدالباقي په لارښونه مې په مقدمه سربیره په څلورمباحثوکې چې هرمبحث یې بیا د څومطالبو درلودونکی دی ترتیب کړی دی، لومړی مبحث تمهیدي مبحث دی چې د حجاب لغوي او اصطلاحي مانا،د ستر لغوي او اصطلاحي مفهوم، د ستر او حجاب ترمنځ فرق او د حجاب ګټې او ارزښتونه پکی بیان شوي دي. دوهم مبحث کې بیا په قران کریم کې د ستر اړوند احکام ، د حجاب د نزول ترتیب او تاریخ د حجاب اړوند ایتونو څیړنه، په قرآن کې د حجاب حدود او همدارنګه د حجاب ایتونو اړوند د اسلامې پوهانو نظریات څیړل شوي دیي.
دریم مبحث په دې مبحث کې په سنتوکې د حجاب او ستراحکام،د حجاب اړوند احادیثو څیړنه ،په احادیثو کې د حجاب وقایوي تدابیراو د حجاب د حدودو بیان راغلی دی.
څلورم مبحث د بې حجابی عوامل، اغیزې او په وړاندې یې مسئولیت ،د حجاب ضد توطئه د بې حجابی پیل، عوامل او په ټولنه کې د بې حجابی ناوړه اغیزې،همدارنګه د بې حجابی په مخنیوي کې د حکومت، علمأو او ټولنې مسئولیت په ځانګړیو مطالبوکې بیان شوی دی.
د هر مطلب د اثبات لپاره په قران اونبوی احادیثو استدلال شوی دی او د قرآني ایتونواو نبوي احادیثو سربیره د اسلامي پوهانونظریات هم راوړل شوي دي.
