جستجو

په قرآن کريم کې اولوالعزم پيغمبران

په قرآن کريم کې اولوالعزم پيغمبران

ماستری

محصل: اسلام الله مسلم

استاد رهنما: دکتور فصیح الله عبدالباقی

دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 297

سال دفاع: 2020

چکیده

اولو العزم پیغمبران د پيغمبرانو هغه ډله ده، کوم چې اللّٰه جل جلاله دوی د صبر او عزم د خاوندانو په نوم سره یاد کړي دي او د سورت الاحقاف په ۳۵ آیت کې اللّٰه جل جلاله فرمايي: «فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلاَ تَسْتَعْجِل لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلاَّ سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ بَلاَغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلاَّ الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ»

ژباړه: نو (اې پیغمبره! صلی اللّٰه علیه وسلم) صبر وکړه لکه څرنګه چې د ټینګ عزم او هوډ خاوندو پيغمبرانو صبر کړی دی. او د دوی په باب (د عذاب غوښتلو) بېړه مه کوه، په کومه ورځ چې دوی هغه څه وویني چې ځینې ویرول کېږي، نو داسې به ورته ښکاره شي لکه چې په دنیا کې یې د ورځې له یوه ساعت څخه زیاته استوګنه نه وې کړې. دا (قرآن) پند رسوونه ده نو آیا له نافرمانو کسانو څخه پرته بل څوک هلاک شي؟

د پورتني آیت تشریح د سورت الاحزاب په اووم آیات سره ښه روښانه کېږي لکه چې اللّٰه جل جلاله فرمايي: «وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا»

د څېړنې له پای ته رسیدو وروسته په یقیني توګه روښانه شوه چې دغه پيغمبران پنځه نفره دي چې عبارت دي له حضرت نوح، حضرت ابراهیم، حضرت موسی، حضرت عیسی او حضرت محمد علیهم السلام څخه کوم چې اللّٰه جل جلاله د سورت شوری په ۱۳ آیت کې هم ذکر کړي دي: « شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ»

لومړی: حضرت نوح علیه السلام: د اوږد عمر لرونکی پیغمبر دی، او تر ټولو زیات وخت یې خپل ګمراه قوم ته چې پنځوس کم زر کاله یې تبلیغ وکړ او د اتیاوو په شاوخوا کې نفرو پرې ایمان راوړ[1]، او قوم یې له زیاتې سرکښۍ وروسته په الهي طوفان سره هلاک شو. د نوح علیه السلام نوم د قرآن کریم په مختلفو سورتونو او آيتونو کې راغلی دی چې په راتلونکو صفحو کې به روښانه شي.

 دوهم: حضرت ابراهیم علیه السلام: له نوح علیه السلام وروسته لوی او د قوي عزم څښتن پيغمبر و چې په خلیل الله[2] سره هم یادېږي، خپل بت پرست قوم ته چې د نمرود او د بتانو او نورو الهه و عبادت یې کاوو راولېږل شو، خو قوم یې په لوی اور کې واچاوو، ابراهیم علیه السلام د درې ګونو دینونو د اتباعو لپاره لوړ منزلت لري، دریو واړو دینونو یهودیت، مسیحیت او اسلام ته محترم دی، تل یې نوم په اکرام، عزت او دعا سره یادیږي، د یوه خدای عبادت او یووالي ته په دعوت کې يې ډیر جهادونه کړي. د حضرت ابراهیم علیه السلام نوم د قرآن کریم په مختلفو سورتونو او آيتونو کې راغلی او هم یو پوره سورت دده په نوم سره نازل شو دی.

 درېیم: حضرت موسی علیه السلام: هغه د ځمکې د مخ تر ټولو ظالم انسان فرعون ته رالېږل شوی وو، اللّٰه جل جلاله په داسې حال کې موسی علیه السلام  پیداکړ، چې په دنیا کې ډېر لوی سرکښ؛ فرعون په واک وو چې په طغیان او تیري سره خورا مشهور وو تر داسي بریده چې د خپل وزیر یې امر تر څو یوه دنګه ماڼۍ جوړه کړي او دی (فرعون) پرې د موسی علیه السلام خدای وویني[3]. د خپل قوم د هدآیت په موخه یې لومړی لس صحیفي[4] او بیا وروسته لومړی اسماني کتاب تورات ورکړ.د حضرت موسی علیه السلام یادونه د قرآن کریم په مختلفو سورتونو او آيتونو کې راغلی خو کوم خاص سورت د موسی علیه السلام په نوم نه دی نازل شوی.

 څلورم: حضرت عیسی – علیه السلام : لوی رب په خپل کامل قدرت بې پلاره د بې بې مریمي له بطنه پیدا کړ، په کم عمر ۳۰ کلنۍ کې نبوت ته ورسیدو، خو خپل قوم یې ددې لپاره چې خپل پيغمبر (عیسی علیه السلام) ووژني خپل ملګری وواژه او عیسی علیه السلام لوی رب جل جلاله په خپل فضل ترې وساته او اسمان ته یې پورته کړ. په قرآن کریم کې د حضرت عیسي علیه السلام «عیسی» لفظ د قرآن کریم په مختلفو سورتونو او آيتونو کې ذکر شوی دی او د عیسي علیه السلام نوم د المسیح او ابن مریم په نوم سره هم د قرآن کریم په ځينو سورتونو کې راغلی دی.

 وروستی اولو العزم پيغمبر حضرت محمد – صلی اللّٰه علیه وسلم دی، هغه یتیم چې په صادق او امین مشهور وو، خلکو به خپل امانتونه ورسره ایښودل خو کله چې همدغه قوم ته د هدایت بلنه ورکړه هغو مختلف نومونه پرې کېښودل؛ ساحر، دروغجن، لیونی او نور، بیا ترې مهاجر شو خپلو انصارو وروڼو ته ورغی له خپل قوم سره یې لویې جګړې وکړې تر دې چې خپل مبارک غاښونه یې شهیدان شول، د ۲۳ کلني نبوت په دوران کې یې د اسلام مبارک دین د نړۍ په مختلفو قومونو ومانه او هغوی یې د اسلام دایرې ته داخل کړل.

د حضرت محمد صلی اللّٰه علیه وسلم یادونه که څه هم په قرآن کریم په یوازې ځان (محمد) څلور ځایه او د (احمد) په نوم یو ځای یاد شوی دی.



[1]   تفسیر القرطبي ج ۹، ص ۳۵:  په کښتۍ کې د نجات موندونکو شمېر ۷۹ نفر وو، چې د نوح علیه السلام په ګډون ۸۰ نفره کېږي او لکه څرنګه چې اتیا (۸۰) عدد ته په عربي کې ثمانین ویل کېږي نو دوی چې د موصل په کوم ځای کې کښته شوی وو هلته یې د ثمانین په نوم کلی اباد کړ.

 سورت النساء: ۱۲۵ ایت: وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلاً. [2]

[3] سورت القصص: ۳۸ ایت: وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ

[4]  الدر المنثور: ج ۸، ص ۴۸۹

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده