د سورة الجمعة موضوعی تفسیر
ماستری
محصل: محمد نقیب
استاد رهنما: دکتور نصر من الله
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 334
سال دفاع: 2024
چکیده
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد:
دا لیکنه چې عنوان یې د سورة الجمعة موضوعی تفسیر دۍ تمهید سره پیل شوۍ چې په تمهید کې د تفسیر معنی، د موضوعی تفسیر پیژندنه او د موضوعی تفسیر ګټې بیانې شوېدي، د دې لیکنې څخه داسې ښکاره کېږي چې موضوعی تفسیر که څه هم ځینو ورته نوی پيداشوۍ علم، یا په قرآن کې په نوي بڼې سره تفسیر کول وایی خو د دې ډول تفسیر بنسټ ډېر وختي ایښودل شوۍ وه، دا ډول تفسیرونه ډېر ګټور دي ځکه د قرآن یوې برخې او موضوع په اړه ټول شته آیتونه، احادیث او معلومات را ټولول کېږي، د یادې شوې موضوع احکام، حکمتونه، ځانګړتیاوې ، تاریخی پس منظر او پړاوونه یې ښکاره کېږي، نو په دې توګه لوستونکۍ کولاۍ شی چې د څېړل شوې موضوع په اړه ګڼ شمېر معلومات او لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
سورة الجمعة سورة الصف سره چې مخکې له جمعې څخه ذکر شوې اړیکه او مناسبت لري په دې توګه سورة الصف هم د الله تبارک او تعالی په تسبیح ویلو په ماضی الفاظو سره پیل شوي او سورة الجمعة د الله تبارک او تعالی په تسبیح ویلو په حال او مضارع الفاظو سره پیل شوۍ چې الله ته د تسبیح ویلو په دوام او استمرار باندې دلالت کوي، همدارنګ سورة الصف کې د اهل کتابو یادونه شوې وه چې د هغه وخت مسلمانان پرې غالبه شول او په سورة الجمعة کې هم د یهود او نصاراوو ذکر شوۍ چې د مسلمانان به ترې غوره او هغوۍ باندې په عمل کې غالبه کېږي، ځکه د هغوۍ مثال ورکړل شوۍ چې آسمانی کتاب باندې عمل نه کوی.
همدارنګه په دې لیکنه کې د سورة الجمعې د هر آیت مناسبت مخکیني سورة او د سورة الجمعې محور سره، لاسته راغلي احکام او حکمتونه یې بیان شوي، د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- عظمت او د امی نبی امت غوره والۍ ښودل شوۍ ، په پاۍ کې الله تبارک او تعالی خپلو بندګانو ته لارښوونه کړې چې روزی ورکونکۍ، ژوندۍ کونکۍ او مرګ ورکونکۍ یواځې الله تبارک او تعالی دۍ؛ نو د الله تعالی د احکامو اورېدلو په وخت ځانونه په نورو کارونو مه بوخت کوي او د الله تعالی د احکامو اورېدلو څخه وروسته خپلو کارونو پسې ورشی، ځکه څه چې د الله لخوا تاسو ته مقرره وی رسېږي نو الله مه هېروۍ.
کلیدی ټکی: سورة الجمعة، تفسیر، موضوعی ، سورة، آیة ، یوم الجمعة، صلاة الجمعة.
