امام عبدالرزاق صنعاني او په مصنف کې يې تګلاره
ماستری
محصل: وحید الله
استاد رهنما: دکتور نصر من الله
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 336
سال دفاع: 2024
چکیده
امام عبدالرزاق رحمه الله په (۱۲۶) هجري کې دیمن د صنعاء په ښار کې زیږیدلې دی او په (۱۴۶) هجري شاوخوا کې يي د معمربن راشد او نورو معتبرو او ثقه استادانو څخه دhحادیثو زده کړه پیل کړی ده او په علم حدیث کې مرجع وګرځید.
امام عبدالرزاق بن همام رحمه الله په داسې وخت کې وزیږلو چې د اکابرو تابعینو زمانه تیره شوی وه او د اصاغرو تابعینو[1] وروستۍ ورځې وي او دتبع تابعینو زمانه وه. امام عبدالرزاق په داسې وخت کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې دحادیثو مدرسې په حجاز ، عراق، شام او مصر کې موجود وې او په يمن کې د معمر بن راشد د آحادیثو حلقې ته د هر لورې محدثین راتلل.
امام عبدالرزاق رحمه الله خپلې لومړۍ زدکړې د معمر بن راشد د مجلس څخه پیل کړی او بیا يي د خپلې علمي پانګې د زیاتوالی لپاره حجاز ته، شام او عراق ته سفرونه وکړل.
امام عبدالرزاق رحمه الله لکه د اهل سنت والجماعة د نورو امامانو په شان د صحابه کرامو او تابعینو امامانو په څیر عقیده در لوده او د شیعه توب کوم نسبت چې ورته شوی دی هغه د تاویل وړ دی او د اهل بیتو سره د محبت له امله ورته مؤلفینو شیعه ویلی دی چې د هغه د معاصرو خلکو له خوا شوی خبره ده.
امام عبدالرزاق رحمه الله په فقه کې د کوم امام شخصي تقلید نه کولو بلکې د هغه وخت د نورو علماوو په شان د دلیل تابع ؤ او په فقهي مسائلو کې يي خپله رایه درلودله لکه چې دا خبره د هغه د کتاب مصنف څخه معلومیږي.
د امت علمای کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو ، د صحابه کرامو د اقوالو، دتابعینو او تابع تابعینو او نورو سلفو علماوو داقوالو په ثبت او تدوین باندې زيات حریص ؤ، همدا وجه ده چې زمونږ زمانې ته لوی لوی د علم او پوهې ذخیرې رارسیدلي دي او مونږ ورڅخه په اسانه سره استفاده کوو چې ددغو اسفارو او مدوناتو څخه يو هم د امام عبدالرزاق رحمه الله مصنف دی چې د ډیرو فاېدو څخه ډک دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر احادیثو، د صحابه کرامو پر اقوالو او دتابعینو پر ويناوو باندې مشتمل.
دامام عبدالرزاق مصنف د هغو کتابونو له جملې څخه يو مهم کتاب دی چې په احادیثو کې داسلامي تاریخ په دوهمه پیړۍ کې لیکل شوی دی او د وروستنو مصنفینو لپاره د لومړۍ مرجع په حیث پيژندل کیږي.
امام عبدالرزاق په خپل دغه قيمتي مصنف کې په فقهي موضوعاتو پورې تړلې نبوي احادیث او د صحابه کرامو اقوال او دتابعینو اقوال راټول کړي دي.
امام عبدالرزاق رحمه الله مصنف له ړندیدلو څخه مخکې په یمن کې ليکلی دی.
امام عبدالرزاق رحمه الله مصنف په خپله ليکلی دی او زیاتو علماوو دامام عبدالرزاق څخه د احادیثود اوریدلو لپاره یمن ته سفرونه کړي دي او له هغه څخه يي مصنف اوريدلی دی.
علماء کرامو د امام عبدالرزاق رحمه الله د مصنف په ځانګړي ډول ستاينه کړې ده.
دامام عبدالرزاق رحمه الله مصنف د متابعاتو، موقوفو، مقطوعو او مرسلو احادیثو د پیداکولو لپاره غوره مرجع ده.
امام عبدالرزاق رحمه الله د خپل مصنف دلیکلو لپاره کوم شرط نه دی ذکر کړی خو د څيړنې څخه معلومیږي چې دامام عبدالرزاق رحمه الله مصنف رجال اکثره د امام بخاري او امام مسلم رجال دي او ضعیفه راویان په کې ډیر کم دي چې هغه ضعیفه راویان په هغه اندازه ضعیفه نه دي چې احادیث يي ونه لیکل شي.
امام عبدالرزاق رحمه الله خپل شیوخ يو پر بل عطف کوي. چې د شیوخو د عطف څخه د هغه مقصد اختصار دی او هغه راویان چې امام عبدالرزاق يي په خپلو شیوخو عطف کوي هغه يا ثقه وي او يا هغه څوک وي چې د هغه حدیث د ليکلو قابلیت لري.
[1] -اصاغر دتابعینو هغه تابعین دي چې د د وړوکوالي له وجی يې صحابه نه دي ليدلي ؛ مګر هغه صحابه يې لیدلي دي چې په وروستي وخت کې وفات شوي دي او له هغوی څخه يې احادیث روایت کړي چې هغه محدودی تعداد دی لکه چاچې د انسبن مالک ، یا سهل ین سعد او د ابو امامه باهلي سره ملاقات شوي وي ، او داصاغرو تابعینو به اکثره روایات له اکابرو تابعینو څخه کړي دي، لکه محمدبن سعدبن أبی وقاص الزهری(ت:۱۳۴هـ) او موسی بن عقبه (ت:۱۴۱هـ).تحرير علوم الحديث (2/ 930)، لسان المحدثين(3/ 208).
