جستجو

د اسلامي فقهې تقنین او په افغانستان کې یې هڅې

د اسلامي فقهې تقنین او په افغانستان کې یې هڅې

ماستری

محصل: روح الله

استاد رهنما: دکتور نجیب الله صالح

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 355

سال دفاع: 2026

چکیده

دا څېړنه چې (د اسلامي فقهې تقنین او په افغانستان کې یې هڅې) تر عنوان لاندې ترسره شوې ده، یو ارزښت ناکه څېړنه ده؛ ځکه چې دې بحث د اسلامي فقهې د تقنین اړوند موضوعاتو په اړه پراخه علمي بحث وړاندې کړی. څېړنه د اسلامي فقهې د مفهوم او تاریخي پرمختګ په وضاحت سره پیل شوې ده، او پکې د اسلامي فقهې بنسټیز اصول، منابع، او د هغې د تطبیق مختلف پړاوونه ذکر شوي دي. په ځانګړې توګه د اسلامي فقهې تقنین اړوند مفصل تحلیل شوی دی، چې پکې د تقنین اړتیاوې او لاملونه په علمي ډول سره بیان شوي دي، او په دې اړه مختلف نظرونه د مستندو دلایلو سره وړاندې شوي دي. څېړنه دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې ولې او څنګه د اسلامي فقهې فروع په قانوني چوکاټ کې ځای پر ځای کېدی شي؟ د تقنین په برخه کې د نړۍ او اسلامي هیوادونو تجربې هم څېړل شوې دي. د تقنین لپاره ټاکل شوې اصول او ضوابط، چې د شریعت سره په توافق کې دي، په تفصیل سره تحلیل شوي دي، چې د اسلامي قوانینو د تدوین لپاره یو لارښود وړاندې کوي، او د معاصرې ټولنې اړتیاوې هم پکې په پام کې نیول شوې دي.

د څېړنې وروستی فصل په افغانستان کې د اسلامي فقهې د تقنین هڅو ته ځانګړی شوی دی. په دې برخه کې د افغانستان د مختلفو پړاوونو، په ځانګړې توګه د معاصرو دولتونو د هڅو، د شریعت په چوکاټ کې د قوانینو د تدوین او عملي کولو اړوند اقدامات په  مفصله توګه تحلیل شوي دي. څېړنه د قانوني او سیاسي ستونزو، د دیني او سیکولر نظریاتو ترمنځ د تضادونو، او د تقنین په پروسه کې شته ننګونو او فرصتونو ته هم اشاره کړې ده.

د اسلامي فقهې تقنین د اسلامي تمدن یوه بنسټيزه برخه ده. چې د اسلامې شریعت اصول د معاصرو اړتیاوو سره په تطابق کې د قانوني چوکاټ په بڼه وړاندې کوي، دا عمل نه یواځې د ټولنیز عدالت تأمینولو لپاره اړین دی بلکي د الله تعالی د رضا تر لاسه کولو لپاره هم یوه مقدسه هڅه ګڼل کېږي. پدې څېړنه کې توصیفي- تحلیلي میتودونو څخه کار اخیستل شوی دی، چې د بحث هره موضوع په مستنده توګه بیان شوې ده.  

په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د اسلامي فقهې تقنین د اړتیاوو او ننګونو په اړه یو واضح او روښانه تحلیل وړاندې کړي، او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اسلامي قوانینو د نافذولو او تدوین اړوند لاسته راوړنې او ستونزې په تفصیل سره وڅېړي.

 

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده