جستجو

افغاني ودیز دودونه او اغېزې یې د اسلامي شریعت او مدني قانون په رڼا کې

افغاني ودیز دودونه او اغېزې یې د اسلامي شریعت او مدني قانون په رڼا کې

ماستری

محصل: غوث الدین

استاد رهنما: پوهاند دکتور محمد مزمل اسلامی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 81

سال دفاع: 2022

چکیده

پدې بحث کې واده د اسلام د سپیڅلي شریعت، د افغانستان د مدني قانون، او د افغاني ټولنې د ګڼو ډول ډول دودونو په رڼا کې په تفصیلي توګه تر څېړنې لاندې نیول شوې او دا چې افغاني دودونه پر ودونو او د هغو په وروستیو موخو اواهدافو باندې څه ډول مثبتې اومنفي اغیزې لري، څېړنه په دې برخه باندې ځانګړی ترکیز کوي.

په افغاني ټولنه کې د دودونو قضیه خورا مهمه قضیه ده چې بالفعل ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده، ودودنه یې نېغ په نېغه تر خپلو مثبتو او منفي اغیزو لاندې راوستي دي، د همدې لپاره دغه موضوع د څېړنې لپاره وټاکل شوه، د موضوع له طبیعت سره سم د څېړنې منهج استقرایي او توصیفی غوره شوی دی.

دا چې افغاني ټولنه له سل هاو کلونو را په دیخوا یوه اسلامي ټولنه ده، نو الحمدلله په دې ټولنه کې په ودونو کې داسې دودونه شتون لري چې هغه مثبت او ښه دودونه دي که هغه د کوژدې، واده او یا هم له واده څخه وروسته مرحلو کې وي. د داسې دودونو اغېزې د فرد، کورنۍ او ټولنې په ښه ژوند تیرولو کې مثبتې لیدل شوې دي او هم د ښه ژوند سبب او باعث ګرځېدلې دي.

داسې ښه دودونه اسلامي شریعت او مدني قانون نه یوازې دا چې تاییدوي بلکې د اجر او ثواب وعده یې هم د عمل کوونکي سره کړې ده او کله ناکله اسلامي شریعت او مدني قانون په خپلو پيروانو امر هم کړی دی چې دغه کارونه عملي کړي، تر څو د اسلامي شریعت او مدني قانون هغه اصلي مقصد چې د انسانانو مصالح دي په ښه شکل رعایت شي.

خو بل طرف ته په ډېر تاسف سره دا هم باید وویل شي چې زمونږ په دې ټولنه کې له پخوا راهیسي په ودونو کې داسې ناوړه دودونه هم شتون لري چې د کوژدې، واده او له واده وورسته ټول مراحل یې سخت کړي دي او د داسې ناوړه دودونو ناوړه اغېزې زمونږ په ټولنه کې په فردي، کورني او ټولنیز ژوند کې پرې ایښي دي.

اسلامي شریعت او مدني قانون نه یوازې دا چې داسې دودونه ردوي، بلکې امر کوي چې له داسې ناوړه دودونو څخه باید مسلمانان ځان خلاص کړي چې د انساني ژوند مصالح متحقق شي.

په دې بحث کې واده د اسلام د سپیڅلي شریعت، د افغانستان د مدني قانون، او د افغاني ټولنې د ګڼو ډول ډول دودونو په رڼا کې په تفصیلي توګه تر څېړنې لاندې نیول کېږي او دا چې افغاني دودونه پر ودونو او د هغو په وروستیو موخو اواهدافو باندې څه ډول مثبتې او منفي اغیزې ښندي، څېړنه په دې برخه باندې ځانګړی ترکېز کوي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده