کتگوری: استادان
شبکيي بازارموندنه د شریعت له نظره
محقق: دکتور مصباح الله عبدالباقی
ژورنال: مجله علمی سلام
شماره: شماره 9 سال 1399
تاریخ: 27-08-2024
چکیده
د هر تجارت د ترويج لپاره بازار موندنه یوه اړتیا ده، مګر په اسلام کی ددی اړتیا پوره کول هم باید په هغه دائره کی سرته ورسیږي چی شرعي نصوصو د مسلمان لپاره ټاکلی ده، له همدی امله د شبکيي بازار موندنی یو لړ صورتونه خو د ټولو علماو له نظره ناروا او حرام کار دی، او یو لړ صورتونه یې بالکل روا او درست کار دی، او د هغه مشهور صورت په اړه چی په هغه کی د بازار موندنی د حق د ترلاسه کولو لپاره د هغه توکي پیریدل ضرور وي، ددی صورت په اړه معاصر علماء بیلا بیل نظرونه لري، څوک چی وايي دا په هغه دائره کی راځي چی اسلام یې اجازه ورکړی، او یو شمیر نور علماء وايي چی دا د جواز له دائری څخه بیرون کار دی، خو درسته خبره دا ده چی که یو لړ قیود او شروط په نظر کی ونیول شي نو دا ډول بازار موندنه درست کار دی، او که هغه شرطونه په نظر کی و نه نیول شي نو بیا نادرست کار دی، دا هغه قضیه ده چی په دی څیړنه کی څیړل شوی ده، او په لنډه توګه یې نتائج لوستونکو ته وړاندی شوي دي.
مشاهده
