جستجو

دکتور مصباح الله عبدالباقی

دکتور مصباح الله عبدالباقی

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

ایمیل: misbah.abdulbaqi@gmail.com


معرفی

مصباح الله د حاجي عبد الباقي زوی چې په کال ۱۳۴۵هـ ش چې د ۱۹۶۷م کال سره سمون خوري د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کمره په کلي کې زېږېدلی دی، ابتدایي زده کړې یې د حصارک ومزینې په لومړني ښوونځي کې کړي دي، د کمونستانو د کودتا او ورپسې پر افغانستان باندې د روسانو د تجاوز په نتیجه کې د میلونونو هېوادوالو په څېر په ۱۳۵۸هـ ش کال کې هیواد نه بهر هجرت ته اړ شو.

خپلو زده کړو ته یې په ديني مدارسو کې ادامه ورکړه، او ترڅنګ یې عصري زده کړو ته هم ادامه ورکړه، په بېلا بېلو مدارسو کې یې د مروجو علومو او فنونو زده کړه بشپړه کړه، او ترڅنګ یې په عصري علومو کې هم د ثانوي مرحلې سند ترلاسه کړ.

د فنونو څخه د فراغت وروسته د کراچۍ په مشهورې مدرسې «جامعه فاروقيه» کې د حدیثو د لوستلو په هوډ شامل شو، چې هلته یې د حدیثو د مشهور شیخ مولانا سلیم الله خان صاحب، او مولانا مفتي نظام الدين شامزي او نورو استاذانو څخه علمي استفاده وکړه، او د حدیثو مشهور کتابونه یې په متصل سند سره سبقا ولوستل.

وروسته په کال ۱۹۸۸م چې د کال ۱۳۶۷ هـ ش سره سمون خوري د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د اصول الدين په پوهنځي کې د تفسیر او حدیث په دیپارتمنت کې د ماسترۍ په دوره کې شامل، او په کال ۱۹۹۲م کې یې دغه دوره پای ته ورسوله، د بحث عنوان یې وه «الامام ابو جعفر الطحاوي او أثره في نقد الحديث» چې په مصر کې د دار السلام للنشر والتوزیع له لورې چاپ هم شوی دی.

مخکې له دې چې د ماسترۍ بحث تکميل کړي، د اصول الدين د پوهنځي د رئیس مرحوم دکتور محمد عبد التواب په غوښتنه یې په هماغه پوهنتون کې د تدریس چارې پیل کړی، د تدریس سره یې د دکتورا د مرحلې زده کړی هم پرمخ یوړی، او په کال ۲۰۰۱م کې یې د تفسير په څانګه کې د دکتورا سند تر لاسه کړ، د بحث عنوان یې وه: «أسباب الاختلاف وأثره في تفسير آیات الأحکام» تر ۲۰۱۰م کال پورې يې په یاد پوهنتون کې تدریس ته ادامه ورکړه، او د پوهنوالۍ علمي رتبه یې ترلاسه کړه، بیا په همدې کال په سلام خصوصي پوهنتون کې د تدریس لپاره کابل ته منتقل شو، او تر اوسه پورې دلته د محصلينو په خدمت کې قرار لري:

د خپل علمي سفر په جریان کې یې د ټولنې د ذهني تنوير لپاره زیات شمېر کتابونه او په لسګونو علمي څېړنې ټولنې ته وړاندې کړي دي، د ډیرو محدودو څیړنو نومونه یې په لاندې ډول دي:

-                     مباحث فی العقیدة (النبوات)

-                     الغناء والموسیقی بین التحلیل والتحريم

-                     حقیقة الغزو الأمریکي لأفغانستان

-                      الامام ولي الله الدهلوي وترجمته للقرآن

-                     په افغانستان کې تعليم او تربیه

-                     غربي تمدن شالید، حقیقت، فلسفي او عقيدتي بنسټونه

-                     المدارس الدینیة فی باکستان من الجامعة الحقانیة الی المسجد الأحمر