جستجو

په فقه او قانون کی واجبه وصیت

چکیده:

پدی کی شک نشته چی مرګ د هر انسان لپاره یو منل شوی حقیقت دی، له مرګ څخه ورسته له اکثره مسلمانانو څخه مال اودارایي په میراث پاتی کیږی چی د متوفی ورثه یی دشرعی احکامو مطابق خپل منځ کې تقسیموې، آیا متوفی کولای شي له میراث نه پرتهخپلو غیر وارثو اقاربوته په خپل ژوندکې د خپلې دارایۍ په یو اندازه مال سره و...

S-2024 81-95 صفحه 36 تعداد دانلود
په فقه او قانون کی واجبه وصیت

اطلاعات مقاله

Issue 1 (S-2024)

حوزه موضوعی: فقهی
عنوان: په فقه او قانون کی واجبه وصیت
سال: S-2024
صفحه: 81-95
تعداد دانلود: 36
شماره ثبت: SA-J013

په فقه او قانون کی واجبه وصیت

پدی کی شک نشته چی مرګ د هر انسان لپاره یو منل شوی حقیقت دی، له مرګ څخه ورسته له اکثره مسلمانانو څخه مال اودارایي په میراث پاتی کیږی چی د متوفی ورثه یی دشرعی احکامو مطابق خپل منځ کې تقسیموې، آیا متوفی کولای شي له میراث نه پرتهخپلو غیر وارثو اقاربوته په خپل ژوندکې د خپلې دارایۍ په یو اندازه مال سره وصیت وکړي؟ او دا وصیت کول آیا جائز او مشروع کار دئ؟ او که وصیت ورباندې واجب دئ؟ ددې وصیت کولو په رابطه دعلماوو مختلف نظریات شتون لري. جمهور علما: لکه احناف، مالکیان او شوافع وایې: د اسلام په لمړنیو کې دقران کریم د دې مبارک آیت په اساس (كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ.) 180 بقره( په تاسی لازمه شوی-، کله له تاسی نه یوچا ته مرک راشی که چیری مال ورڅنی پاتی شی ـ وصیت کول مور، پلار اوخپلو خپلوانوته). دپورتني ایت پراساس ورثه وو ته په مال سره وصیت کول واجب وه، او د میراث تقسیم هم د وصیت په اساس تر سره کیده، خو کله چی د میراث آیتونه نازل شول، د وصیت وجوب نسخ شو او په استحبابي ډول هر څوک کولای شي خپلو غیر وارثو خپلوانواو یا غریبانو ته د خپل مال په دریمه برخهیا له دریمی نه په کمې برخې سره وصیت و کړي. اهل ظاهر او یو تعداد مفسیرین لكه جصاص داحكام القران مولف وایي: اوس هم غیر وارثو خپلوانو ته د مخکنی آیت پر اساس په یو مقدار مال سره وصیت کول واجب دئ او پورتنی آیت د وارثانو په حق کې منسوخ دئ او د غیر وارثو خپلوانو په حق کې په خپل وجوب سره پاتې دئ. د افغانستان مدني قانون او د مصر د وصیت قانون تنها د متوفی هغه لمسیانو ته چې پلار یې دنیکه یا نیا په ژوندون کې وفات شوی وي او د میراث د قواعدو پر اساس د میراث مستحق نه وي د قانون د حکم پر اساس وصیت واجب بللی.

پوهندوی وزیر محمد سعیدی
افغان
دکتور عبدالوهاب حسام
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 22
S-2024
7 مقالات
1
د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی
2
نگارش خوب؛ ضوابط و قواعد
نویسندگان: إنعام الله رحمانی
3
په فقه او قانون کی واجبه وصیت
نویسندگان: پوهندوی وزیر محمد سعیدی, دکتور عبدالوهاب حسام
4
توکیل زن ومرد درنکاح از دیدگاه فقه و قانون
نویسندگان: عبدالقادر غزنوی, سربلند حلیمی
S-2023
2 مقالات
1
په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, نصیراحمد نویدی
2
د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر
نویسندگان: دکتور محمد نعیم جلیلی, عبدالملک ثاقب