جستجو

د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر

چکیده:

په دې لنډه څېړنه کې د سورت احزاب د (۳۳) ایت د تفسیر په اړه د یوې ناسمې انګېرنې د سمونې هڅه شوی ده، یو شمېر هغه وګړي چې متشابه نصوص (کوم نصوص چې د یو څخه د زیاتو انګېرنو او تفسیرونو احتمال لري) د محکماتو او اسلامي امت د عامو علماو د اتفاقي دریځ په رڼا کې نه فهموي، دوی د دې مبارک ایت لومړی برخه {وَقَر...

S-2023 32-55 صفحه 5 تعداد دانلود
د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر

اطلاعات مقاله

Issue 1 (S-2023)

حوزه موضوعی: تعلیمات اسلامی
عنوان: د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر
سال: S-2023
صفحه: 32-55
تعداد دانلود: 5
شماره ثبت: SA-J026

د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر

په دې لنډه څېړنه کې د سورت احزاب د (۳۳) ایت د تفسیر په اړه د یوې ناسمې انګېرنې د سمونې هڅه شوی ده، یو شمېر هغه وګړي چې متشابه نصوص (کوم نصوص چې د یو څخه د زیاتو انګېرنو او تفسیرونو احتمال لري) د محکماتو او اسلامي امت د عامو علماو د اتفاقي دریځ په رڼا کې نه فهموي، دوی د دې مبارک ایت لومړی برخه {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ } د ایت د دویمې برخې څخه په مستقل ډول فهموي، او دویمه برخه چې د دې جملې د تفسیر حیثیت لري له دې څخه بېلوي چې په نتیجه کې یې د دې مبارک ایت په تفسیر کې په نا سمه انګېرنه کې پرېوزي، موږ په دې څېړنه کې په ډېر لنډ ډول د دې ناسمې انګېرنې او تفسیر د سمونې هڅه کړی ده، او هغه په دې ډول چې د اسلامي امت د علماو عام دریځ دا دی چې د مباحو کارونو لپاره په شرعي پرده کې د مسلمانو ښځو د کورونو څخه بهر وتل مباح کار دی، همدا خبره د احادیثو څخه هم څرګنده ده، او د فقهاو او د احادیثو د شارحینو د تشریحاتو څخه هم څرګنده ده، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو له تعامل څخه هم همدا معلومېږي، نو دا ټول په دې دلالت کوي چې د ایت لومړۍ جمله له دویمې جملې څخه جلا کول او دواړه په مستقل ډول فهمول ناسم کار دی. نو له دې امله د {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ } سم تفسیر هغه دی چې ډېرو مفسرینو خپل کړی دی، او هغه دا چې په ایت کې دویمه جمله { وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى} د لومړۍ جملې بیان دی، نو د ایت معنی به دا وي چې «ای مسلمانو ښځو ! په کورونو کې قرار پاتې شئ، په دې معنی چې د لومړي جاهلیت د راڅرګندېدو په څېر مه را څرګندېږئ» هدف دا دی چې د تیر جاهلیت په څېر را ښکاره کېدل مسلمانو ښځو ته نا روا دي، خو که ښځې د تیر جاهلیت په څېر نه را څرګندېږي، د هغوی حکم په دې ایت کې نه دی یاد شوی ، د دوی حکم بیا په نورو دلائلو باندې ثابت دی چې دا یو روا او مباح کار دی، نو په پای کې دا ویل شوي دي، چې د دی ایت د نا سم تفسیر پر بنسټ د ټولنې یوه لویه برخه د خپلو حقوقو څخه محرومول درست کار نه دی، خو دا سمه خبره ده چې څوک د شرعي آدابو د رعایت څخه پرته له کور څخه بهر وځي هغوی باید متوجه کړای شي کلیدي کلیمي: د مبارک آیت، وَقرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ، راجح، تفسیر

دکتور محمد نعیم جلیلی
افغان
عبدالملک ثاقب
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 22
S-2024
7 مقالات
1
د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی
2
نگارش خوب؛ ضوابط و قواعد
نویسندگان: إنعام الله رحمانی
3
په فقه او قانون کی واجبه وصیت
نویسندگان: پوهندوی وزیر محمد سعیدی, دکتور عبدالوهاب حسام
4
توکیل زن ومرد درنکاح از دیدگاه فقه و قانون
نویسندگان: عبدالقادر غزنوی, سربلند حلیمی
S-2023
2 مقالات
1
په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د بهرني اړیکو اړوند لومړيتوبونه
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, نصیراحمد نویدی
2
د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر
نویسندگان: دکتور محمد نعیم جلیلی, عبدالملک ثاقب