جستجو

د سلام پوهنتون ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د نشر په مناسبت، د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس پیغام!

چکیده:

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الحمدُ لله، والصلاةُ والسلامُ على رسولِ الله، أمّا بعد: د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست په استازیتوب، د سلام پوهنتون له لوري د سلام ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د بریالي تدوین او رسمي نشر له امله، د سلام پوهنتون درنې رهبرۍ د ستاینې ترڅنګ...

S-2025 1 صفحه 92 تعداد دانلود
د سلام پوهنتون ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د نشر په مناسبت،  د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس پیغام!

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: اجتماعی
عنوان: د سلام پوهنتون ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د نشر په مناسبت، د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس پیغام!
سال: S-2025
صفحه:1
تعداد دانلود: 92
شماره ثبت: SA-J037
DOI: -

د سلام پوهنتون ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د نشر په مناسبت، د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس پیغام!

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الحمدُ لله، والصلاةُ والسلامُ على رسولِ الله، أمّا بعد: د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست په استازیتوب، د سلام پوهنتون له لوري د سلام ملي علمي کنفرانس د مقالو د ټولګې د بریالي تدوین او رسمي نشر له امله، د سلام پوهنتون درنې رهبرۍ د ستاینې ترڅنګ، نوموړې ته د زړه له کومې صمیمانه مبارکي وړاندې کوم او دا علمي هڅه د علمي بهیر د پیاوړتیا په لور یو ارزښتمن ګام بولم. یاد ملي کنفرانس چې"بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو مهاجرتونه؛ عوامل، پایلې او حل لارې" تر عنوان لاندې ترتیب شوی و، د هېواد له مهمو ټولنیزو او اقتصادي واقعیتونو څخه یوه موضوع ته په علمي، تحلیلي او مسؤولانه بڼه رسېدنه کړې ده. دا اثر چې په یاد کنفرانس کی د وړاندې شویو مقالو ټولګه ده، د علمي څېړنې، واقعي تحلیل او د حل‌لارو د وړاندیز له پلوه د قدر وړ علمي لاسته راوړنه ګڼل کېږي. د یاد کنفرانس په تنظیم او ترسراوي کې، د سلام پوهنتون د رهبرۍ هڅې د ستاینې وړ دي او همدارنګه د دغه کنفرانس له پیل څخه تر پایه، د لوړو زده کړو وزارت، د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست فعالې و‌نډې دا لړئ لا پیاوړې کړه، تر څو دغه ټولګه د ملي او علمي معیارونو سره، لا برابره او د استفادې وړ وګرځي. زه د کنفرانس د علمي کمېټې، د مقالو لیکوالانو، علمي ارزونکو او د سلام پوهنتون د رهبري او څېړنیز ټیم رسمي ستاینه کوم، چې د علمي صداقت، مسلکي ژمنتیا او مسؤلانه چلند له مخې یې دا علمي اثر بشپړ او د نشر تر مرحلې ورساوه. تمه ده چې دغه ټولګه به د مهاجرت په برخه کې د پالیسۍ جوړونکو، علمي بنسټونو، څېړونکو او زده کړیالانو لپاره یو مهم علمي مأخذ وګرځي او د واقعي حل‌لارو په موندنه کې رغنده رول ولوبوي. د لا زیاتو علمي بریاوو په هیله.

دکتور حمیدالله مزمل
افغان
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
37
د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه
نویسندگان: پوهنمل دکتور فصیح الله عبدالباقی, ابوبکر مدقق, شکرالله مخلص
حوزه موضوعی: دینی
صفحه: 76-91
تعداد دانلود: 78
38
په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, فتیح الله احدی, عطاءالحق انس
حوزه موضوعی: سیاسی
صفحه: 92-112
تعداد دانلود: 71
39
د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه
نویسندگان: پوهنیار نورالله حقمل
حوزه موضوعی: اجتماعی
صفحه: 113-125
تعداد دانلود: 68
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)