جستجو

سریزه

چکیده:

الحمد لله رب العلمين والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين و على آله وأصحابه أجمعين، أما بعد. د سلام نړیوال علمي ژورنال دا ګڼه، د موضوعي ژورتیا، علمي ارزښت او ملي اړتیا له پلوه، یوه ځانګړې او فوق‌العاده ګڼه بلل کېږي. په دې ګڼه کې هغه علمي مقالې او څېړنې د نشر لپاره راټولې شوې دي چې د بېلابېلو...

S-2025 1 صفحه 75 تعداد دانلود
سریزه

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: اجتماعی
عنوان: سریزه
سال: S-2025
صفحه:1
تعداد دانلود: 75
شماره ثبت: SA-J039
DOI: -

سریزه

الحمد لله رب العلمين والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين و على آله وأصحابه أجمعين، أما بعد. د سلام نړیوال علمي ژورنال دا ګڼه، د موضوعي ژورتیا، علمي ارزښت او ملي اړتیا له پلوه، یوه ځانګړې او فوق‌العاده ګڼه بلل کېږي. په دې ګڼه کې هغه علمي مقالې او څېړنې د نشر لپاره راټولې شوې دي چې د بېلابېلو څېړونکو له لوري د «بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو کډوالي؛ عوامل، پایلې او حل لارې» تر عنوان لاندې، په ۴ د سرطان ۱۴۰۴هـ ش، چې د ۲۸ ذي‌الحجة ۱۴۴۶هـ ق سره سمون خوري، باندې په جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کانفرانس کې وړاندې شوې وې. دا کانفرانس د افغانستان له هغو معاصرو او بنسټیزو ننګونو څخه یوې ته ځانګړې شوی و چې ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړخونه لري او د حل لپاره یې سطحي او احساساتي لیدلوري بسنه نه کوي، بلکې ژورو، مستندو او واقعي علمي څېړنو ته اړتیا لري. بې ‌له شکه، تحقیق او علمي څېړنه د هرې ټولنې د فکري ودې، متوازنې پراختیا او سالمې پالیسي جوړونې بنسټ جوړوي. افغانستان، چې له څو لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او ټولنیزو بدلونونو تېر شوی، تر بل هر وخت زیات د علمي څېړنو، واقعي تحلیلونو او کره معلوماتو ته اړتیا لري. د هېواد د اساسي ستونزو ـ لکه کډوالي، فقر، بې‌کاري، تعلیمي ننګونې او ټولنیزې ستونزې ـ په اړه سم درک او د دې ستونزو لپاره د پایدارو حل‌لارو موندل یوازې هغه مهال ممکن دي چې پرې د علمي تحقیق له زاویې کار وشي. څېړنه نه یواځې دا چې ستونزې تشریح کوي، بلکې د حل عملي لارې چارې هم وړاندې کوي او پرېکړه ‌کوونکو مراجعو ته دا زمینه برابروي چې خپلې تګلارې د احساس پر ځای پر شواهدو او علمي موندنو بنا کړي.

دکتور مصباح الله عبدالباقی
افغان
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
1
علوم شرعی وعصری؛ انگیزه های تقابل وضرورت تعامل
نویسندگان: إنعام الله رحمانی, نجیب الله صالح
حوزه موضوعی: اجتماعی
صفحه: 5-21
تعداد دانلود: 690
2
متاورس؛ ماهیت، چالشها و راهکار های حقوقی
نویسندگان: ابوبکر مدقق, فیض الرحمن نظامی
حوزه موضوعی: حقوقی
صفحه: 38-73
تعداد دانلود: 655
3
سازمان همکاری شانگهای و نقش آن در مهار سیاست های توسعه طلبانه غرب و آمریکا
نویسندگان: محمد حامد مصلح, محمد طارق سیار
حوزه موضوعی: سیاسی
صفحه: 22-37
تعداد دانلود: 634
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)