جستجو

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې

چکیده:

کډوالي په نننۍ نړۍ کې یوه نړیواله پېژندل شوې پدیده ده، چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی. په تېرو څو لسیزو کې د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، ټولنیزې ناخوالې او نورو عواملو له امله ګڼ شمېر افغانان اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. د دې موضوع څېړنه له دې اړخه ارزښت لري، چې...

S-2025 17-38 صفحه 81 تعداد دانلود
بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: اجتماعی
عنوان: بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې
سال: S-2025
صفحه:17-38
تعداد دانلود: 81
شماره ثبت: SA-J040

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې

کډوالي په نننۍ نړۍ کې یوه نړیواله پېژندل شوې پدیده ده، چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی. په تېرو څو لسیزو کې د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، ټولنیزې ناخوالې او نورو عواملو له امله ګڼ شمېر افغانان اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. د دې موضوع څېړنه له دې اړخه ارزښت لري، چې د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه روښانه، د ټولنیزو ستونزو او کډوالۍ ترمنځ اړیکه وارزول شي، د مخنیوي ممکنه حل‌لارې موندلو ترڅنګ د حکومت او نړیوالو ادارو رول تحلیل شي. د دې څېړنې موخه دا ده، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ د ټولنیزو لاملونو د پېژندلو سربیره د ټولنیزو لاملونو او کډوالۍ ترمنځ اړیکه وارزول شي. د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ممکنه ټولنیزې حل‌لارې په ډاګه او د کډوالۍ په راکمولو کې د حکومت او نړیوالو ادارو رول وڅېړل شي. دا څېړنه د کمیتي (Quantitative) او تشریحي-تحلیلي (Descriptive-Analytical) بڼه ده، چې د سروې مېتود پر بنسټ ترسره شوې ده. معلومات د Google Form له لارې د یوې جوړې شوې پوښتنپاڼې په مرسته راټول شوي، چې ۲۱۵ ګډونوالو یې ځواب ویلی دی. دغه څېړنه دې بنسټي پوښتنې ته ځواب وايي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لاملونه او حل لارې څه دي. د څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانانو د کډوالۍ بنسټیز لاملونه اقتصادي ستونزې، بې‌کاري، شخړې، ټولنیزې نابرابرۍ، د کاري فرصتونو نشتوالی، اداري فساد او رشوت، ټولنیز مشکلات او روغتیایي خدمتونو ته نه‌لاسرسی دي. د حل لارو په برخه کې ډېری ګډونوالو د اقتصادي، اداري، تعلیمي او روغتیایي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی او ځیني نورو ګډونوال د کاري فرصتونو ایجاد بنسټیز حل بولي. څېړنه په ټوله کې دا څرګندوي، چې که مناسبه اقتصادي، اداري او ټولنیزه فضا رامنځته شي، ۹۱.۱۶٪ خلک به د کډوالۍ اړتیا ونه لري. دا موندنې د دې اړتیا جوتونه کوي، چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید بنسټیز اصلاحات، د فساد پر ضد اقدامات، د کار زمینې برابرول، د خصوصي سکتور ملاتړ، د مسلکي زده کړو پراختیا او د ټولنیز عدالت تأمین ته جدي پاملرنه وشي.

نوماند پوهنیار انعام الله میاخېل
افغان
پوهنوال دوکتور رحیم الله ځیرک
دوکتور امان الله اسلمي
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
25
بررسی چگونگی اجراءات محاکم امارت اسلامی در قضایای مدنی در روشنایی فرامین و متحدالمآل ها
نویسندگان: فیض الرحمن نظامی, محمد طارق سیار
حوزه موضوعی: حقوقی
صفحه: 92-104
تعداد دانلود: 655
26
اسلامي فقه د قانون مصدر که د قانون بدیل؟
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی
حوزه موضوعی: فقهی - حقوقی
صفحه: 17-100
تعداد دانلود: 189
27
دترلاسه شوي حرام مال څخه دخلاصون لاره
نویسندگان: دکتور نجیب الله صالح
حوزه موضوعی: فقهی
صفحه: 101-113
تعداد دانلود: 141
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)