جستجو

د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز

چکیده:

دا څېړنه د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د فریلانسنګ د رول او اغېزو ارزونه کوي، چې څنګه کولی شي د ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسو، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې کار موندنه پکې کمه ده او د بې‌کارۍ له امله ځوانان مهاجرت ته اړ کېږي. د څېړنې موخه دا ده چې وښيي فریلانسنګ څنګه د ځوانانو لپاره د عاید لاسته...

S-2025 39-52 صفحه 82 تعداد دانلود
د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: اجتماعی
عنوان: د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز
سال: S-2025
صفحه:39-52
تعداد دانلود: 82
شماره ثبت: SA-J041

د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز

دا څېړنه د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د فریلانسنګ د رول او اغېزو ارزونه کوي، چې څنګه کولی شي د ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسو، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې کار موندنه پکې کمه ده او د بې‌کارۍ له امله ځوانان مهاجرت ته اړ کېږي. د څېړنې موخه دا ده چې وښيي فریلانسنګ څنګه د ځوانانو لپاره د عاید لاسته راوړلو، مهارتونو د پراخېدو، ټولنیز ملاتړ او اقتصادي ثبات سبب ګرځي. په دې څېړنه کې کیفي میتود کارول شوی، او معلومات له مختلفو سرچینو لکه کتابونو، راپورونو، مرکو او نړیوالو تجربو څخه راټول شوي دي. د څېړنې لپاره د افغانستان، بنګله‌دېش، فلپین او کینیا فریلانسنګ تجربې مطالعه شوي دي. د څېړنې پایلې ښيي چې فریلانسنګ یو انعطاف‌پذیر او دوامدار عایداتي فرصت دی، چې ځوانان پرې له خپلو کورونو نړیوالو بازارونو ته کار کولی شي. دا کار د هغوی اقتصادي حالت ښه کوي او ټولنیز ثبات ته وده ورکوي. په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال فریلانسنګ پروګرامونو ښودلې چې زرګونه ځوانان یې د بېکارۍ له خطره ژغورلي او د هغوی ژوند یې مثبت بدل کړی دی. څېړنه وړاندیز کوي چې د فریلانسنګ د ودې لپاره باید د مسلکي زده کړو پروګرامونه پراخ شي، انکوبېټرونه جوړ شي، د انټرنېټ او وسایلو اسانتیاوې زیاتې شي، او امارتی او خصوصي ادارې باید په ګډه کار وکړي. دا ټول اقدامات کولی شي د فریلانسنګ له لارې د ځوانانو د کډوالۍ ستونزه کمه کړي او د ټولنې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي. کلیدي کلیمې: ځوانان، کډوالي، فریلانسنګ، اقتصادي فرصتونه، ټولنیز ملاتړ، اقتصادي ثبات.

پوهندوی بادام نیازی
افغان
پوهنمل محمد اکبر شاهپور
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
37
د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه
نویسندگان: پوهنمل دکتور فصیح الله عبدالباقی, ابوبکر مدقق, شکرالله مخلص
حوزه موضوعی: دینی
صفحه: 76-91
تعداد دانلود: 78
38
په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, فتیح الله احدی, عطاءالحق انس
حوزه موضوعی: سیاسی
صفحه: 92-112
تعداد دانلود: 71
39
د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه
نویسندگان: پوهنیار نورالله حقمل
حوزه موضوعی: اجتماعی
صفحه: 113-125
تعداد دانلود: 68
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)