جستجو

د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه

چکیده:

د "شرعي هجرت" او "معاصرو هجرتونو او کډوالیو" ترمنځ پرتله، له ديني، تاریخي، ټولنیز او حقوقي اړخونو له پلوه یوه ارزښتناکه او مهمه څېړنه ده. دا څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي مېتود پر بنسټ تر سره شوې ده، چې د اسلامي او لغوي منابعو په رڼا کې د هجرت معنا او مفهوم بیانوي، تاریخي واقعیتونو ته اشاره کوي، او د معاص...

S-2025 76-91 صفحه 78 تعداد دانلود
د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه

اطلاعات مقاله

Issue 17 (S-2025)

حوزه موضوعی: دینی
عنوان: د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه
سال: S-2025
صفحه:76-91
تعداد دانلود: 78
شماره ثبت: SA-J044

د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه

د "شرعي هجرت" او "معاصرو هجرتونو او کډوالیو" ترمنځ پرتله، له ديني، تاریخي، ټولنیز او حقوقي اړخونو له پلوه یوه ارزښتناکه او مهمه څېړنه ده. دا څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي مېتود پر بنسټ تر سره شوې ده، چې د اسلامي او لغوي منابعو په رڼا کې د هجرت معنا او مفهوم بیانوي، تاریخي واقعیتونو ته اشاره کوي، او د معاصرو کډوالیو بېلابېلې بڼې او ډولونه روښانه کوي او ځېنط حقوقي اړخونو ته یې اشاره کوي. په څېړنه کې د "هجرت" اصطلاح د اسلامي فقهې له مخې داسې تعریف شوې چې د ظلم، فتنې او په دین له آزادانه عمل څخه د مخنیوي په صورت کې، مسلمان له خپل ټاټوبي څخه بل ځای ته انتقالېږي. او "کډوالي" او "مهاجرت" د معاصرو حقوقي اعتبارونو له مخې هغه پروسه ده چې د اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي یا طبیعي عواملو له امله له یوه ځای څخه بل ځای ته د انسان د موقتي یا دوامدار انتقال سبب ګرځي. همداراز په لیکنه ورته اصطلاحات لکه " پناه غوښتنه "، "جبري مهاجرت"، "مؤقته" او "دایمي مهاجرتونه" هم د نړيوالو تعریفونو له اړخه تحلیل شوي، تر څو د معاصرو کډوالیو ټول اړخونه لا ښه وپېژندل شي، او د شرعي هجرت او معاصرو کډوالیو ترمنځ مفهومي، ارزښتي او حقوقي توپیرونه او مشابهتونه روښانه شي. دا څېړنه هڅه کوي وښيي چې، که څه هم دا دواړه پدیدې په ظاهري توګه سره ورته ښکاري، خو د اهدافو، شرایطو، حقوقي پایلو او انساني حیثیت له پلوه له یو بل څخه جلا او ځانګړي واقعیتونه لري. کلیدي کلیمې: شرعي هجرت، معاصرې کډوالۍ، مشابهتونه او توپېرونه، مفهوم

پوهنمل دکتور فصیح الله عبدالباقی
افغان
ابوبکر مدقق
شکرالله مخلص
📥 دسترسی به مقاله

همه مقالات - شماره فعلی

مجموع مقالات: 48
37
د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم،مشابهتونه او توپېرونه
نویسندگان: پوهنمل دکتور فصیح الله عبدالباقی, ابوبکر مدقق, شکرالله مخلص
حوزه موضوعی: دینی
صفحه: 76-91
تعداد دانلود: 78
38
په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې
نویسندگان: دکتور مصباح الله عبدالباقی, فتیح الله احدی, عطاءالحق انس
حوزه موضوعی: سیاسی
صفحه: 92-112
تعداد دانلود: 71
39
د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه
نویسندگان: پوهنیار نورالله حقمل
حوزه موضوعی: اجتماعی
صفحه: 113-125
تعداد دانلود: 68
نمایه‌سازی مجله

نمایه شده در پلتفرم‌های آکادمیک اصلی

مجله ما در پایگاه‌های داده آکادمیک اصلی نمایه شده است برای حداکثر دید و تأثیر.
S-2025 (18)