په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې
چکیده:
په بهرنیو هېوادونو کې زیات شمېر افغان کډوال ژوند کوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي، خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو کې شتون لري په افغانستان باندې څه سیاسي او امنیتي اغېزې لري؟ همدا موضوع په دې څېړنه کې څېړل شوی ده، د څېړنې میتود تاریخي یا استرداد...
اطلاعات مقاله
Issue 17 (S-2025)
په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې
په بهرنیو هېوادونو کې زیات شمېر افغان کډوال ژوند کوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي، خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو کې شتون لري په افغانستان باندې څه سیاسي او امنیتي اغېزې لري؟ همدا موضوع په دې څېړنه کې څېړل شوی ده، د څېړنې میتود تاریخي یا استردادي دی، دا د سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو د څېړلو لپاره یو مهم او مناسب میتود دی، د څېړنې پایلې په ګوته کوي چې لکه څرنګه چې په تیر تاریخ کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانو کډوالو شتون پر هېواد زیاتې اغېزې درلودې همدا راز به یې په اوسنیو شرایطو کې هم ولري، له دې اغېزو څخه ډېرې مهمې اغېزې سیاسي او امنیتي اغېزې دي، دا اغېزې یو څه مثبت اړخونه هم لري خو منفي اړخونه یې غالب دي، په پای کې په دې ټینګار شوی چې د کډوالۍ دا پدیده د هېواد لپاره یوه منفي پدیده ده نو لازمه ده چې باید هواره کړی شي او د هوارولو تر ټولو بنسټیزه لار یې دا ده چې د کډوالۍ هر ډول لاملونه له منځه یوړل شي. بنسټیز کلمات: افغان کډوال، سیاسي اغېزې، امنیتي اغېزې، اجباري راستنول، سیاسي فعالیتونه، نظامي فعالیتونه.
📥 دسترسی به مقاله
همه مقالات - شماره فعلی
نمایهسازی مجله
نمایه شده در پلتفرمهای آکادمیک اصلی