جستجو

شکرالله مخلص

شکرالله مخلص

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

ایمیل: shukrullah2@gmail.com


معرفی

شکرالله مخلص د قاضي غلام محمد مخلص زوی په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د ننګرهارولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې د قریې د لکړۍ په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

لومړنۍ، منځنۍ، ثانوي او لوړې زده کړي یې د هجرت په دیار پاکستان کې پای ته رسولي دي .

لومړنې او منځنۍ زده کړی یې د د پیښور د مهاجرینود عبدالله بن زید په منځنی ښونځی کې او ثانوي سند یې د المعهد الشرعی لاعداد المعلمین  څخه ممتاز درجه  ترلاسه کړی دی.

لومړنۍ لیسانس یې په فقه او قانون کې په ۱۳۷۳ لمریز کال کې  د ساینس او تکنالوژي اسلامي پوهنتون چې وروسته دغه پوهنتون په ننګرهار پوهنتون سره  ملحق  شو او دوهم لیسانس یې په  ۱۳۸۰لمریز کال کې په  اسلامي تعلیماتو کې د اسلام اباد اسلامی نړیوال پوهنتون څخه ترلاسه کړیدی.

په کال ۱۳۸۶ لمریز کال کې یې د اسلام اباد نړیوال پوهنتون څخه په تفسیر او علوم قرآن کې د عالي ماسترۍ ( ایم فل) سند ترلاسه کړی دی.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې د پیښور پوهنتون څخه په اسلامي تعلیماتو کې د دوکتورا منهجي مرحله سرته رسولې ده چې دكتورا تيزس يي دفاع ته آماده دي .

ددې ترڅنګ یې  د فاق المدارس العربیه  ټول مراحل عامه، خاصه، عالیه يې په بریالیتوب سره ورکړی او سندونه یې ترلاسه کړیدی   او بالآخره په کال ۱۹۹۷م کې د پیښور صدر جامعه امداد العلوم کې د احادیثو لویی دورې  تر څنګ د وفاق المدارس ملتان   عالمیه  مرحله یې  هم په بریالیتوب سره پای ته رسولي ده  چې سندونه یې  په اسلامی علومو او عربي کې د ماسترۍ معادل ارزیابي شویدي.