جستجو

په احاديثو کې د ښځو اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښوونی

په احاديثو کې د ښځو اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښوونی

ماستری

محصل: نفیسه

استاد رهنما: شکرالله مخلص

دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 326

سال دفاع: 2024

چکیده

لکه څرنګه چی په اسلام مبارک دین کې دښځو او سړیو حقوق برابر دي. نو په همدی لړۍ کې چې کومی لارښوونې او مسؤلیتونه نبی صلی الله علیه وسلم ښځو ته او یاپه سړیو باندی یي ښځو ته په ګوته کړی ما په دې رساله کی بیان کړي چی همدا لارښوونی او هدایات می دحدیثو له صحیحو کتابونو څخه راخیستی دي او بیامی دهغې تفصیل،احکام او فوائد له معتمدو شروحو څځه بیان کړی دي.

ترڅو هغه نیوکی چې داسلام په مبارک دین دښځو په هکله کیږي چې ګوندی اسلام ښځو ته پاملرنه نده کړی دا انتقادات په صحیحو احادیثو سره رد او داثابته کړم چی اسلام یواځينی دین دی چی دښځو بشپړ حقوق او هغوی ته یی دژوند په هره برخه کی جلا لارښوونی درلودلی.

دموضوع داختیارولو وجه می هم همداوه ترڅو دنبی صلی الله علیه وسلم ټول هدایات او وصایا چې دښځو په اړه ول به یوځای راټول شی او داوسنیو شرایطو او احوالو په رڼا کی یی تفسیر او تحلیل وشی او بیا په پښتو ژبه ولیکل شی.

ددې لیکنی لپاره می له استقرائی توصیفی او تحلیلی اسلوب څځه په کار اخیستلو سره دغه موضوع په مقدمه تمهید او دریو فصلونو ویشلی ده . چی په مقدمه کی دموضوع پیژندنه، دانتخاب لاملونه ، اهمیت، اهداف، منهج او خطه ذکر کړی او په تمهید کی می دوصیت او لارښوونې معنی،مفهوم سره درسول الله دوصیتونو اهمیت او اهداف ذکر کړی او په لومړی فصل کی می درسول الله هغه لارښوونې چې ښځو ته دخپل ځان په اړه وی ذکر کړی او په دوهم فصل کی هغه لارښوونې چې ښخو ته دخاوند په اړه وی بیان او په دریم کی می هغه لارښوونی چی سړیو ته دښځو په اړه شوی وی ذکر کړی او په پای کی خاتمه او نتایج بیان کړي دي .

زه په دې لیکنه کی  دې نتیجی ته ورسیدم چی اسلام مبارک دین دښځو او سړیو حقوق برابر کړی. او دژوند په هر پړاو کی چی څرنګه سړیو ته لارښوونې شوی که هغه دعقایدو په ډګر کی وی  که  اخلاقی  یا اجتماعی وي ښځو ته هم اسلام خپلی جلا لارښوونې درلودلی . اوسره له دی اسلام د ښځو  دشرف او عزت ساتلو په باب سړیو باندی هم حقوق لازمی کړي دي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده