جستجو

د نسل تنظیم او تحدید د شریعت په رڼا کې

د نسل تنظیم او تحدید د شریعت په رڼا کې

ماستری

محصل: عبدالله

استاد رهنما: دکتور شیرعلی ظریفی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 150

سال دفاع: 2018

چکیده

دا چې اسلام د اصولو له لحاظه یو کامل او مکمل کړای شوی دین دی، نو د حیرانتیا خبره به وي چې یوه موضوع یا مسئله دي پیدا شي او د هغې حل دې په اسلام کې نه وي، چې د دا ډول مسایلو له جملې څخه یوه هم د نسل تنظیم او تحدید دی. او حاضر تحقیق هم د دې لپاره ترسره شوی چې د نسل د تنظیم په اړه څېړنه او بحث وشي او دې پوښتنې ته ځواب ورکړل شي چې د نسل تنظیم د شریعت له نظره او په واقعیت کې څه شی دی؟ تر څو واضح شي چې اسلام مطلق د تحدید خلاف دی او که نه؟ او که ځیني استثناآت لري؟

په دې کې شک نشته چې د علماوو ترمنځ دې اختلاف شتون ونه لري، ځکه د نسل د تحدید په اړه بېلابېل حدیثونه روایت شوي او مختلف نظریات وجود لري، چې ځیني علماء په مطلق ډول د نسل د تحدید مخالف دي چې استدلال د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف کوي او وایي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې تاسې له هغو ښځو سره نکاح وکړئ چې زیات اولادونه راوړي، ځکه د قیامت په ورځ به زه د خپل امت د ډېروالي له امله په تاسې ویاړم.

او دې ته ورته نور حدیثونه هم شته چې د اولادونو زېږول ترغیبوي او ځیني علماء بیا په نورو حدیثونو استدلال کوي او په دې اړه یو شمېر قواعد وضع کوي او وايي چې تحدید په مطلق ډول د اسلام د اصولو خلاف نه دی او دغه ډول نظر د متاخرینو علماوو د نظر څرګندونه کوي.

خو که چیرې واقعیت ته یو نظر وکړو او د طب له لحاظه ورته وګورو، نو یو شمېر پوښتنې رامنځته کېږي، لکه آیا د نسل تنظیم یا تحدید د ماشوم او مور پر روغتیا باندې ښه اغېزه لري او که ناوړه؟ که چېرې د نسل تنظیم او په دې اړه وضع شوي قواعد او اصول مراعات نه کړو، نو په راتلونکې کې به ماشوم له کوم ډول ناروغیو سره مخ شي؟ که چېرې د نسل تنظیم مراعات نه شي، نو د ماشوم مور ته به کوم زیانونه ورسېږي؟

همدارنګه که د نسل د  تنظیم اغېزې له ټولنیز او فرهنګي پلوه وڅېړو، نو بیا هم ځینې پوښتنې رامنځته کېږي، چې په دې څېړنه کې د نسل د تنظیم په اړه یو شمېر پوښتنو ته ځواب ویل شوی چې اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. په دې څېړنه کې د یو شمېر دیني علماوو نظرونه هم راوړل شوي، چې ځیني یې د نسل د تنظیم پلویان او ځیني يې مخالف دي.

کلیدي کلیمې: د نسل تنظیم، تحدید، شریعت، واقعیت، ماشوم، مور.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده