جستجو

په افغانستان کې د اجباري نکاح صورتونه د اسلامي شریعت او قانون له نظره

په افغانستان کې د اجباري نکاح صورتونه د اسلامي شریعت او قانون له نظره

ماستری

محصل: سمیع الله

استاد رهنما: دکتور عبدالباقی امین

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 160

سال دفاع: 2019

چکیده

دا څیړنه چې (په افغانستان کې د اجباري نکاح صورتونه د اسلامي شریعت او قانون له نظره) تر عنوان لاندې لیکل شوې، په پیلیزه (مقدمه)، دوه فصلونو، پایلې، وړاندیزونه، د آیاتونو لړلیک، د احادیثو لړلیک، د اعلامو لړلیک،  مأخذونه او په آخر کې د عربي او انګلیسي ژبو په لنډیزونو باندې مشتمله ده.

پیلیزه کې د موضوع اهمیت، ضرورت، د اختیارولو سبب، موخه، د موضوع په اړه پخوانۍ لیکنۍ، سوالونه، ستونزې او ترتیب یې بیان شوي دي. اول فصل د نکاح او اجبار لپاره ځانګری شوی دی او دویم فصل په افغانستان کې د اجباري نکاح صورتونه، په شریعت او قانون کې د همدې صورتونو څیړنه او د اجباري نکاح پایلو لپاره ځانګری شوی دی، چې په دې فصل کې د ټول افغانستان د اوو زونونو په استازیتوب  له نهو کسانو سره تفصیلی مرکې هم شوي دي، چې هر یو یې د خپلې سیمې اجباری ودونه تشریح کړي دي. 

په افغانستان کې د اجباري نکاح صورتونه په عمومي توګه پنځه ډوله دي، اول: په بدوکې د نجونو ورکول، دویم: د مخۍ یا د بدل واده، درېیم: د ماشومانو ودول، څلورم: د کونډې واده کول په زور باندې او پنځم: د پیسو په مقابل کې د نجلۍ ورکول.

په ښځه باندې څوک اجباري ولایت نه لري او د اجبار په دې پورتنیو صورتونو کې که چا کومه نجلۍ  یا ښځه په جبر په نکاح ورکړه نکاح یې نه صحیح کیږي او د ماشومې په اړه د فقه نظر دادی، چې پلار دا حق لري چې خپله وړه لور چاته په نکاح ورکړي، ځکه چې هغه په خپله وړه لور باندې اجباري ولایت لري، خو په دې شرط چې د لور پکې ښیګڼه او خوشحالي وي.

د ښځې پر ضد د تاوتریخوالي د منع په قانون کې اجبار کوونکي ته د بند جزاء ټاکل شوې، په بدو کې د نجلۍ ورکوونکي او په نکاح کوونکي ته تر لسو کلونو او په دې کې ذیدخل اشخاصو (شاهد، وکیل، مصلح او عاقد) ته لږ تر لږه تر دوه کلونو پورې د بند جزاء ګانې ټاکل شوي دي او نکاح یې هم فسخ بللې ده، د ماشومې سره نکاح کوونکي ته یا له هغې ښځې سره چې د واده قانوني عمر یې پوره کړی وي د هغې له خوښې پرته هغې سره واده کوونکي ته د متوسط بند جزاء ټاکل شوې ده، چې له دوو کلونو څخه باید کمه نه وي او د ښځې د غوښتنې په صورت کې یې نکاح هم فسخ بللې ده، همداراز هغه شخص ته چې د واده په پلمه ښځه خرڅوي، یا یې اخلي، یا هم د دوی تر منځ واسطه جوړیږي، ترلسو کلونو پورې د بند جزاء ټاکل شوې ده. په مدني قانون کې د مخۍ یا د بدل واده صحیح بلل شوی او دواړو ښځو ته د مهر مثل ورکولو حکم شوی دی.

زما د مختلفو مرکو څخه دا خبره معلومه شوه چې په هیواد کې اجباري ودونه په زیاته پیمانه شتون لري چې هر یو یې له ځان سره زیات مشکلات لري او دا مشکلات زوجینو، کورنۍ خصوصا اطفالوته متوجه دي.

د اجباري نکاح ناوړه پایلې: په عامه توګه ویلای شو چې د اجباري ودونو په پایله کې قتل، ځان وژنه، له کور څخه تښتیدل، طلاق اخیستل، یا بل واده کول رامنځته کیږي او یا دغسې میرمنې د ټول عمر له پاره په خپل ژوند کې ظلم ګالي.

له پورتنیو ستونزو سره اجباري ودونه له ځان سره رواني منفي اغېزې هم لري، لکه جسمي ستونزې، عصبي دردونه، په ژورخپګان اخته کېدل، فکري ستونزې، ښځه او میړه يو بل نه درک کول، خیانت او تاوتریخوالی، بشري حقونو ته پاملرنه نه کول، د کورنۍ، ښځې او میړه خپل مینځي خوشحالي له منځه تلل، جرم او جنایت ته لاس اچول، د زېږیدلو پر مهال د ماشوم او مور مړینه، له وخته وړاندې ماشوم زېږېدل، معلولیت لرونکي ماشومان، د زده کړې پرېښودل او د ناروغې ټولنې را مینځته کیدل.

کله چې اجباری ودونه زیات شمیر مشکلات په کورنۍ او ټولنه کې رامنځ ته کوي له همدې کبله شریعت او قانون دواړو له دغه ډول ودونو څخه منع کړې ده.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده