د ښځو سیاسي حقوق د اسلامي شریعت او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کښې
ماستری
محصل: سید حسیب الله
استاد رهنما: دکتور عبدالباقی امین
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 161
سال دفاع: 2019
چکیده
د ښځو د سیاسي حقوقو په اسلامي شریعت او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کښې .
دا څیړنه مو د دغه اهدافو په خاطر تر سره کړې ده او د لاندې سوالونو له پاره یې د ځواب توګه وړاندې کوم :
۱ – آیا اسلامي شریعت ښځینه ته سیاسي حقوق ورکړي دي ؟ .
۲ – که اسلامي شریعت ښځینه ته سیاسي حقوق ورکړي وي آیا ښځینه د امامت حق لري ؟ .
۳ – آیا ښځینه د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کښې د نورو عامه ولایاتو حق لري ؟ .
۴ – آیا د اسلامې شریعت د اصولو په رڼا کښې ښځینه قاضی کیدای شي ؟ .
۵ – آیا ښځینه د شوری غړیتوب تر لاسه کولای شي .
۶ – د افغانستان قوانینو ښځینه ته سیاسي حقوق ورکړي دي او که نه ؟ .
۷ – که د افغانستان قوانینو ښځینه ته سیاسي حقوق ورکړی وي، آیا دغه سیاسي حقوق د اسلامي شریعت د اصولو سره توافق لري او که نه ؟
او د دغه موضوع په څیړلو سره د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانینو په رڼا کښې مو لاندې نتیجې په لاس راځې :
لومړی نتیجه : د ښځو سیاسي حق په امامت عظمی یا ولسمشرۍ کښې .
الف : د ښځې سیاسي حق په امامت کښې د اسلامي شریعت له نظره :
د پخوانیو علماوو او مذاهبو او اکثره اوسنیو علماوو په نزد په امامت عظمی کښې نارینتوب شرط دي او د ښځينه امامت صحیح نه ګڼی او د ځینو اوسنیو علماوو نظر دا دي چې د ښځينه امامت جائز دي .
او همدارنګه په ولایت کښې د پخوانیو علماوو او مذاهبو او اکثره اوسنیو علماوو نظر دادي چې نارینتوب شرط دي او ښځينه ته ولایت عامه سپارل صحیح نه ګڼي
او ځیني اوسني علماء یې جائز ګني .
ب : د ښځې سیاسي حق په ولسمشرۍ کښې د افغانستان د قوانینو له نظره :
د افغانستان د ۱۳۸۲ هـ ش کال د اساسي قانون د ۳۳ مادې د حکم په اساس ښځینه کولای شي ولسمشره شي او همدارنګه کولای شي چې نور ولایت عامه هم ورته وسپارل شي .
راجح نظر : د دواړو نظرونو څیړنه او پرتلیزه مې کړې ده ، دلائل مې یې ذکر او مناقشه کړي دي او دې پایلې ته رسیدلی یم چې لومړی نظر غوره او راجح دي .
دوهمه نتیجه : د ښځې سیاسي حق په قضاء کښې .
د ښځینه قضاء صحیح نده او په قضاء کښې نارینتوب شرط دي چې په دغه اړه علماء دوه نظره لري :
لومړی : د جمهورو علماوو نظر دي د دوي په نزد په قضاء کښې نارینتوب شرط دي او ښځينه ته د قضاء منصب سپارل صحیح نه ګڼي .
دوهم : د ابن حزم رحمه الله نظر دي، هغه په قضاء کښې نارینتوب شرط نه ګڼي او د ښځينه قضاء جائز ګني .
او د افغانستان اساسي قانون ښځینه ته هم د قضاء د مسؤلیت د مخته وړلو حق وکړي .
راجح نظر : د دواړو نظرونو څیړنه او پرتلیزه مې کړې ده ، دلائل مې یې ذکر او مناقشه کړي دي او دې پایلې ته رسیدلی یم چې لومړی نظر غوره او راجح دي .
درییمه نتیجه : که چیرته ښځینه ته تولیة القضاء وشوه آیا د هغه حکم نافذ دی ؟
نو دلته جمهور علماء وايې چې لکه څرنګه چې ښځینه ته د قضاء منصب سپارل صحیح ندي دارنګه که امام ښځینه ته د قضاء منصب وسپارلو او هغې کوم حکم صادر کړ دغه حکم یې هم نافذ او صحیح ندی لکن احناف وايې چې په دغه صورت کښې د ښځینه حکم په حدودو او قصاص کښې نافد ندی نور په ټولو قضایاوو کښې د هغې حکم نافذ دی سره له دې چې امام په دغه کار سره ګناه کار دی .
څلورمه نتیجه : د ښځينه سیاسي حق په شوری کښې .
په شوری یا پارلمان کښې د ښځينه سیاسي حق شته دی او ښځينه کولای شی چې د شوری غړیتوب تر لاسه کړی او په دغه اړه علماء دوه نظره لري :
ځینې علماء د ښځينه غړیتوب په شوری کښې جائز نه ګڼي او ځینې نور معاصر څیړونکي بیا په دې نظر دي چې ښځينه هم کولای شي د شوری غړیتوب تر لاسه کړي .
او د افغانستان اساسي قانون ښځینه ته دا حق وکړي دي چې د پارلمان غړیتوب د انتخاباتو له لارې تر لاسه کړي .
راجح نظر : د دواړو نظرونو څیړنه او پرتلیزه مې کړي ده ، دلائل مې یې ذکراو
مناقشه کړي دي او دې پایلې ته رسیدلی یم چې دوهم نظر غوره او راجح دي او ښځینه کولاې شي چې د شوری غړیتوب تر لاسه کړي .
