د اتباعو سیاسي حقوق د فقهې او د افغانستان د قانون له نظره
ماستری
محصل: ضیاء الرحمن
استاد رهنما: دکتور عبدالباقی امین
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 163
سال دفاع: 2019
چکیده
زما تیزس چې ( د اتباعو سیاسي حقوق د فقهې او افغانستان د قانون له نظره ) نومیږي، په خلاصه، سریزه، لسو فصلونو، او په آخر کې په یوې پایلې او څو وړاندیزونو او د اعلامو ، آیاتونو، احادیثو او د مراجعو په لستونو باندې مشتمل دی.
په اوسنې عصر کې د افرادو سیاسي حقوق په نړیواله سطحه منل شوي حقوق دي، چې په معاصرو حقوقي ادبیاتو کې ورته د سیاسي حقوقو کلمه استعمال شوی ده، سیاسي حقوق هغه حقوق دی چې دهغې له لارې فرد د دولت او حکومتدارۍ په کارونو کې برخه اخلي ، او یاد حقوق د نړی د اکثره هیوادونو په اساسي قوانینو کې ذکر شوي دي، زمونږ د ۱۳۸۲ ه ش کال اساسي قانون هم یادو حقوقو ته ځای ورکړی دی، لکه د تابعیت حق، د عقیدې ، فکر او د بیان د آزادی حق، په دولتي ادارو کې د کار کولو حق ، د خپل نماینده او یا ولسمشر د ټاکلو حق، د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د جوړولو حق، د سوله ېیزو غونډو، مظاهرو او اعتصاباتو حق، او د پناه اخيستنې حق.
ولې د اسلام مبارک دین له نظره یاد حقوق د حق په حیث نه ګڼل کیږي، بلکې اسلام یادو حقوقو ته په ډیر اهمیت قایل دی ، او اکثره ذکر شوي حقوق يې د افرادو سیاسي مکلفیت ګڼلی دی، ځکه د حقوقو او مکلفیت ترمنځ فرق دا دی چې که یو څوک د یو حق څخه برخمن وي ، نو اختیار د هغه سره دی چې د هغې حق نه استفاده کوي او که نه، ولی د مکلفیت په صورت کې شخص مکلف دی چې خپل مسؤلیت اداء کړي، او که اداء يې نه کړی نو یاد شخص بیا مسؤل دی، مثلاً دبیان د ازادۍ حق - چې اوس وخت کې د اتباعو د سیاسي حقوقو څخه ګڼل کیږي- یعنې د یو هیواد اتباع د دې حق لري چې خپل فکر، انتقاد او نظر د رسنیو له لارې ښکاره کړي، دا د یو فرد حق دی چې د ټولنې او نظام د خیر او بهتر والی لپاره د حکومت په پالیسیو باندې انتقاد وکړی او خپل نظر په دې هکله ښکاره کړي ، ولی اسلام یاد حق ته د مسؤلیت په سترګه ګوری، او خپل اتباع يې دې ته رابللی دي چې د ظالم بادشاه په وړاندې د حق خبره کول افضل جهاد دی، البته په خپل ټولنیز او سیاسي ادابو سره چې ټولنه لا بی ثباتۍ طرف ته لاړه نه شي، ځکه که یو څوک د حاکمې طبقې ظلم او ناروا ګوري او دهغې په وړاندې چپ پاتې کیږي، نو یقنیاً چې ټولنه او نظام به د تباهی طرف ته ځي، نو په داسې حالاتو کې ټول افراد مکلف دي چې خپل نظام او ټولنه د تباهې څخه وساتي، او که دا کار ونکړي نو کله چې ټولنه تباه کیږي نو یاد شخص به هم د دوی سره یوځای تباه کیږي، نواسلام په همدې خاطر راغلی دی چې انسانان د دنیا او آخرت د نیکمرغیو څخه برخمن شي، همدا زما د تیزس خلاصه ده.