په اسلامي شریعت او د افغانستان په قوانینو کې د نسب د حق ثبوت
ماستری
محصل: محمد شریف
استاد رهنما: دکتور عبدالباقی امین
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 187
سال دفاع: 2019
چکیده
دا څیړنه د ماسترۍ درجې دلاسته راوړلو په موخه ترسره شوي، په نوموړې څیړنه کې کوښښ شوی چې د نسب اړوند موضوع په پوره توګه وڅیړل شي نو د همدې موخې لپاره څیړنه په څلورو څپرکو ویشل شوې ده، چې په لومړي څپرکي کې د نسب تعریف، ارزښت، نسب ته د شارع پاملرنه، او ته نسب شرعي او قانوني پاملرنه بیان شوی دی. په دویم څپرکي کې د نسب د ثبوت شرعي دلائل لکه صحیح نکاح، فاسده نکاح، باطله نکاح، او په دغه دریو شرعي دلائلو سره نسب په اتفاق د علماء ثابتیږي. او همداراز لکه قرعه، او قیافه چي ددي په اړه د علماؤ تر منځ اختلاف موجود دی چې آیا په قرعه او قیافه سره نسب ثابتیدلای شي او که نه. او علمي دلائل لکه د وینې د ګروپونو ټیسټ، په اوسنۍ زمانه کې د وینې د ګروپونو ټیسټ هم د نسب د ثبوت لپاره کارول کیږي، او علماء په دي باور دی چې د وینې د ګروپونو ټیسټ د نسب د نفې لپاره دلیل جوړیدلای شي نه د اثبات لپاره، او لکه وراثي بصمه (میراثي نښي او نښاني) چې په اوسنۍ زمانه کې د نسب د ثبوت او نفې لپاره ترینه کار اخستل کیږي او د اکثره علماؤ په اند دنسب د ثبوت او نفې لپاره دلیل جوړیدلای شي،څیړل شوي دي. په دريم څپرکي کې صناعي تلقیح چې په اوسۍ زمانه کې له اولاد څخه زیاتره محروم کسان له دي څخه کار اخلی چې روا او نا روا بڼې لري دغه بڼې یې او د هغې له لارې د زږیدلي ماشوم نسب تر څیړنې لاندې نیول شوي دي. او په څلورم څپرکي کې بیا له یوه انسان څخه بل انسان ته د تناسلي اعضاؤ د لېږد په اړه معلومات او د کارونې حکم یې، او د بشري او علاجي استنساخ په اړه معلوات او حکم یې، او د بشري استنساخ په پایله کې د زږیدلي ماشوم نسب تر څیړنې لاندې نیول شوي دي