جستجو

د امنیت او عامه نظم پر وړاندې جرمونه د فقه او قانون په رنا کې

د امنیت او عامه نظم پر وړاندې جرمونه د فقه او قانون په رنا کې

ماستری

محصل: قیام الدین

استاد رهنما: پوهندوی وزیر محمد سعیدی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 263

سال دفاع: 2024

چکیده

د عامه نظم او امنيت پر وړاندې جرمونه د فقهې او قانون په رڼا کې تر سرليک لاندې د ماستري دورې دا رساله په درې فصلونو کې ترتيب شوې ده به لومړي فصل کې د جرم تعريف، ډولونه او ارکانو باندې څېړنه شوې، په دويم فصل کې په داخلي او بهرني امنيتي جرمونو باندې  بحث شوی او په درېيم فصل کې د عامه نظم او امنيت پر وړاندې جرمونو په هکله معلومات راوړل شوي دي. په دغو جرمونو کې د ځنګلونو او څړځايونو عمدي حريق، انسان وژنه او نسل وژنې جرايم، عامه لارو امنيت ګډوډول، خيانت، جاسوسي، توطيه يا د موجوده حکومت په وړاندې منفي تبليغات کول، په بهرنيو هيوادونو باندې تعرض کول، داخلي امنيت اخلالول او داسې نور... بلل شوي.

             په اسلامي شريعت کې هر هغه عمل ته جرم ويل شوی چې د نه ترسره کېدو په هکله يې صريح دلايل راوړل شوي وي يا هر هغه عمل چې د ترسره کوونکي لپاره يې مجازات ټاکل شوي وي جرم بلل کېږي. په اسلامي شريعت کې د جرم پر ځای د ګناه کلمه استفاده شوې د افغانستان د قوانينو له مخې هر هغه کړنه او عمل جرم بلل کېږي چې په دغې قانون کې يې د اجراء څخه منع راغلي وي يا يې اجراء کوونکي لپاره مجازات ټاکل شوي وي جرم بلل کېږي.

            د دې رسالې ارزښت او اهميت په دې کې دی، چې د هېواد د عامه نظم او امنيت په وړاندې جرمونه وپېژندل شي او مرتکبين يې په سزا باندې ورسېږي او په راتلونکي کې ترې نور خلک ځان وژغوري. بل دا چې دا ليکنه به د موجوده نظام سره د امنيت په ټينګښت او د عامه نظم اخلالوونکو ته د مجازاتو په ورکولو کې مرسته کوونکې واقع شي. دې ليکنې ته ځکه په ټولنه کې ډېره اړتيا ليدل کېږي، چې په افغانستان کې د دې موضوع په هکله چا تر اوسه ليکنه نه ده کړې، دا لومړنۍ ليکنه ده او د ټولنې لپاره د ګټې له مخې اړتيا ډېره زياته ده. په زغرده ويلای شم چې موضوع نوې او ابتکاري ده د لومړي ځل لپاره پرې زه بريالی شوم، چې بحث او څېړنه پرې وکړم چې د نورو ليکنو څخه زما ليکنه جلا کوي. د څېړنې په پايله کې ثابته شوه، چې د عامه نظم او امنيت په وړاندې جرام هم د فقهې له نظره يې مرتکبين د مجازات وړ دي او هم د افغانستان د جزا کوډ له مخې يې ترسره کوونکي په سزا محکوميږي، د څېړنې ميتود او ډول کتابتوني دی معنا دا لومړی د موضوع اړوند معلومات په کتابونو، مقالو او رسالو کې لوستل شوي د تحليل او تفسير څخه وروسته ترې په دې رساله کې استفاده شوې. د څېړنې کليدي کلمې عبارت دي له:

کليدي کلمې: عامه نظم، جرم، اسلامي فقه، د افغانستان جزا کوډ، امنيتي اخلالوونکي، مجازات.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده