جستجو

د پَښتـنوعُرفِي قَضاء او د اسلامي شریعت سره یې پرتلیزه څېړنه

د پَښتـنوعُرفِي قَضاء او د اسلامي شریعت سره یې پرتلیزه څېړنه

ماستری

محصل: نصیر احمد

استاد رهنما: دکتور رفیع الله عطاء

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 267

سال دفاع: 2024

چکیده

د قضاء مشروعیت یو له خورا مهمو مسائلو څخه دی چې د فقهې قانون لخوا د (پنخه ګوڼي ضروري مصالحو) او ګټو د توازن او ساتلو لپاره رامینځته شوی  البته د وحی له اصولو او د آسماني قواعدو سره سم کوم چې اسلامي شريعت ته يې له دې امله امتیاز ورکړی او ځانګړتیا یې ورپه برخه كړى ده قضایي کړنې او طرزالعمل د شعوري حکومتدارۍ عناصر لیږدوي  قضاء د جرم او مجرم مخنیوي کوي  د حقوقو ساتنه کوي  په ټولنه کې عدالت راولي  خلکو ته د ښه ژوند اسانتیاوي برابروي.

اوس د دي ترڅنګ عرفي قضاء او عرفي قوانین په اکثرو ټولنو او ملتونو کې هم چلښت لري  دغه څېړنه ځکه ترسره شوي ده چې آیا عرفي قضاء مشروعیت لري او که نه ؟ د عرفي قضاء کومې کړني  أحکام او پریکړي د شرعي قضاء سره موافق دي ؟

په دې رساله کې دغه لاندې موضوعات تر بحث لاندي نیول شوی دی  لکه : د قضاء حقیقت  د قاضي ډولونه او د قاضي شرطونه  په قضاء کې د پېښو د اثبات دلیلونه  قضائې کړنلارې او طرزالعملونه  عرفي شوراګانې  بیا په ټولنه کې د تعدیٰ او تجاوز مسائل لکه قتل  د قتل قصاص او دیت  وهل ټکول  د وهلو ټکتولو ډولونه او د هغه په اړه احکام او پریکړي  د عزت او ابرو مسائل  لکه د ښځې تښتونه  زنا او قذف یعني  په زنا سره  تورن کول د دې مسایلو په اړه أحکام او پریکړي.

 تر څو خلک د عرفي قضاء په شرائطو باندي پوهه او همدارنګـه د عرفي قضاء اړوند موضوعاتو د مطابقت کچه له اسلامي شریعت سره وپېژني، د دې رسالې مسائل په څلورو فصلونو کې ترتیب شوي :

لومړی فصل کې : د شرعي او عرفي قضاء پېژندنه او حقیقت  د شرعي قضاء او عرفي قضاء حکم  د شرعي او عرفي قضاء ډولونه دي  او د دوي ترمنځ پرتلیزه څیړنه. دویم فصل کې : د شرعي او عرفي قضاء د اثبات دلایل  لکه : شهادت  قسم  اقرار او قرائن دي  او د دوي ترمنځ پرتلیزه څېړنه.

درېـیـم فصل کې : په شریعت او عرف کې قضايي طرزالعملونه او د هغه په اړه شرعي حکم  لکه د متعدي او د متعدی علیه لومړنۍ کړني او اقدامات  قضائې جلسات (ناسته) او د حکم صادرول  چې په دې برخه کې هم له اسلامي شرعي اصولو او قوانینو سره کوم تضاد او توپیر نه لیدل کېږي  او ترمنځ یي پرتلیزه ځېړنه. څلورم فصل کې : په ټولنه کې تر ټولو مهمو مسایلو کې د لوګر  میدان وردګ او غزني ولایتونو عرفي قضاء لکه : د قتل قضیه، وهل ټکول  د قصاص او دیت موضوع  او همدارنګه د عِرض (عزت او ناموس) مسأیل  لکه تجاوز  تښتونه  د تښتونې ډولونه  قـذف (تور لګونه) غـلا او بیا د شریعت اسلامي سره یې پرتله کول، د عرفي قضاء او شرعي قضاء تر منځ د موافقې او اختلاف اړخونو په اړه خبرې شوي دي. 

د څیړنې په پای کې مې  هغه پایلې او سپارښتنې ثبت کړي دي چې هغې ته  مې رسیده ګې کړي ده.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده