جستجو

مال او د هغه لاسته راوړل د قرانکریم په رڼا کې

مال او د هغه لاسته راوړل د قرانکریم په رڼا کې

ماستری

محصل: عزیزالله جبارخیل

استاد رهنما: دکتور فصیح الله عبدالباقی

دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 301

سال دفاع: 2019

چکیده

دا بحث د قران عظیم الشأن  په  رڼا کې د مال  په  هکله  لیکل شوی ده او د سریزې  سربیره  په  دریوو  فصلونو او یوې پایلې مشتمل دی .

په سریزه  کې د موضوع اهمیت، د غوره  کولو اسباب ، موخو، د بحث  د لیکلو پر مهال د  راپيښو  شویو ستونزو ، د موضوع  مخینې ، د بحث  د  لیکلو د بڼې او د بحث د خطې په  اړه  خبرې شوي دي.

لمړی فصل درې مبحثونه  لري چې  په لومړي مبحث  کې دمال پیژندنه د قرانکریم په رڼا کې، د مال ارزښت، دمال د لاسته راوړلو لپاره روا هڅه او زیار  په  جلا  جلا  مطالبو کې  څیړل شوې دي.

په دې فصل په اول مبحث  کې  دا بحث شوی چې هر هغه شی چې د ملکیت قابلیت ولري مال ورته ویل کیږې  ،همدارنګه مال هغه څه ته ویل کیږې چې د انسان طبیعت ورته میلان کوي او په اصطلاح کې مو بیا مال داسې تعریف کړی چې څارویو او هر هغه څه چې له دوی او ددوی له اولادې لاس ته راځې مال ورته ویل کیږې ، همدارنګه هر هغه څه چې د ضرورت په وخت کې مشکل پرې حل شي مال ورته ویل کیږې همدارنګه په دی فصل کې د مال د ارزښت په هکله بحث شوی او دا مو په کښې بیان کړي چې د مال لفظ د قران عظیم الشأن په ایتونو کې ( ۸۶) ځله په مفرد ، جمع ، نکرة او معرفه شکل ذکر شوی چې ددې لفظ ذکر کیدل په مکرر ډول د مال په اهمیت او ارزښت دلالت کوي .

همدارنګه په دی فصل کې مو دا هم بیان کړې چې انسان باید دمال د لاسته راوړلو لپاره روا هڅه او زیار وکړي او په خپل زیار او تکلیف سره مال لاسته راوړي ، د همدې فصل په دویم مبحث کې په دی بحث شوی چې د مشروع کسب ډولونه غنیمت، فئ، نفل او تجارت دي او ددې کسبونو له لارې یو انسان کولای شې مال لاسته راوړي ، په همدې بحث کې مو غنیمت داسې تعریف کړ چې عبارت دی له : هغه مال څخه چې د مسلمانانو له طرفه د کفارو څخه په جنګ کې په زور ونیول شي ، فئ مو داسې تعریف کړ چې له هغه مال څخه عبارت دی چې مسلمانانو له کفارو نیولی وي خو په نیولو کې یې له زور څخه کار نه وي اخیستی ، نفل مو بیا داسې تعریف کړ چې له هغه مال څخه عبارت دی چې امیر یې ځینو مجاهدینو ته دهغوی د ښې کار کردګی له وجی د غنیمت له برخې زیات ورکړي او تجارت مو بیا داسې تعریف کړ چې د مال اړولو راړولو ته د ګټې په خاطر تجارت ویل کیږي .

د همدې فصل په دریم مبحث کې مو بیا د انبیاؤو ( علیهم السلام) کسبونو ته د قران کریم اشاره ذکر کړی او دا مو په کې بیان کړي چې انبیاؤو ( علیهم السلام ) پسونه څرولې، ځینو یې اهنګرې کړې ، ځینو یې خټمالې او ځینو یې نجارې کړیده او هر یوه ددوې له دی لارې مال لاسته راوړی دی.

دویم فصل د مال د لاسته راوړلو وسایلو ته ځانګړی شوی چې دا فصل بیا په دوه مبحثونو او څوارلسو مطالبو مشتمل دی په لومړې مبحث کې د حلال مال د لاسته راوړلو وسایل ذکر شوی او دا په کې بیان شوی چې د حلال مال د لاسته راوړلو وسایل عبارت دي له وصیت ، میراث ، زکات، هدیه ، دیت او تجارت څخه .

په دویم مبحث کې د حرام مال د لاسته راوړلو وسایلو باندې بحث شوی او دا په کې بیان شوی چې د حرام مال د لاسته راوړلو وسایل عبارت دي له زنا ، سحر، د بتانو جوړول، د شرابو پلورل ، غلا کول ، غصب، رشوت، سود څخه .

دریم فصل  په دوه مبحثونو او څلورو مطلبونو مشتمل دی ، په لومړي مبحث کې دا بیان شوی چې د حلال مال د لاسته راوړلو پآیلې څه دي چې دا مبحث بیا په دوه مطلبونو مشتمل دی، په لومړي مطلب کې دا بیان شوی چې د حلال مال د لاسته راوړلو پایلې په دنیا کې کومې دي او په دویم مطلب کې دا بیان شوی چې د حلال مال د لاسته راوړلو پایلې په اخرت کې کومې دي .

په دویم مبحث کې دا بیان شوی چې د حرام مال د لاسته راوړلو پایلې کومې دي یعنې که چیرته یو څوک د حرامو لارو څخه مال لاسته راوړي نو پایله به یې څه وي چې دا مبحث هم بیا په دوه مطلبونو مشتمل دی ، په لومړي مطلب کې دا بیان شوی چې د حرام مال د لاسته راوړلو پایلې په دنیا کې کومې دي او په دویم مطلب کې مو دا بیان کړي چې د حرام مال د لاسته راوړلو پایلې په اخرت کې کومې دي ، هر یو ددې موضوعاتو څخه په خپل ځای کې په تفصیلي ډول څیړل شوی چې که چیرته څوک غواړي د هرې موضوع په هکله مفصل معلومات لاسته راوړي کولای شي هغه ځای ته مراجعه وکړي چیرته می چې موضوع څیړلې ده او په اخر کې د تحقیق پایله ، وړاندیزونه ، د ایتونو لړلیک ، د احادیثو لړلیک ، د اعلامو لړلیک او مراجع ذکر شوی دي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده