جستجو

خیراو اطلاقات ئې په قرانکریم کې

خیراو اطلاقات ئې په قرانکریم کې

ماستری

محصل: سیف الرحمن سعید

استاد رهنما: پوهاند دکتور عبدالباری حمیدی

دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 309

سال دفاع: 2021

چکیده

دا چې په دې لیکنه  کې به ( خیراو اطلاقات یې په قرآنکریم کې ) ترعنوان لاندې موضوع وڅېړل شي په دې کرښوکې به د نوموړې موضوع اهمیت اهداف او کلیدي نکتوته په لنډه توګه اشاره وشي.

د موضوع اهمیت : که د اوسنۍ نړۍ اوسېدونکوته وکتل شي ليدل کېږي چې دوی د خپل ژوند حقیقي هدف ته چې هغه په دنیوي ژوند کې د خیراو نیکو کارونو ترسره کول دي پاملرنه  نه  کوي او د ژوند لویه برخه په داسې شیانو تیروي چې هغه د دوی لپاره هېــڅ فایده نه  لري نو ( خیراو اطلاقات یې په قرآنکریم کې ) موضوع اهمیت په دې کې دی چې د خیرشتون د انسانانو د ژوند لپاره داسې اړین اوضروري دی چې د خیرپه نه  شتون کې انسان د خپل ژوند حقیقي هدف ته شا کړېده نو په همدې سبب نوموړې موضوع څېړل شوېده ترڅو انسانان دې مهم ټولنیزارزښت ته پاملرنه  وکړي ترڅو په دنیا کې داسې یوټولنیز ژوند ولري چې په هغه کې د ټولنې د ټولو وګړو حقوق او مسئولیت خوندي وي اوله بلې خوا په آخرت کې د الله  (جل جلاله) د رضایت ترلاسه کولو سبب شي چې دا هغه څه دې چې د انسانانو نیکمرغي ورسره تړلې ده نو همدې هدف ته د رسېدلو لپاره هڅه شوېده ترڅو نوموړې موضوع د قرآنکریم د مبارکوآیاتونو په رڼاکې په روانه  پښتو ژبه په داسې توګه وڅېړل شي چې هرلوستونکی په آسانه  توګه وکولای شي ترې استفاده وکړي.

د موضوع اهداف : د دې موضوع له لیکنې څخه حقیقي موخه دا ده چې په دې توګه وتوانېږو هغه خلک چې د هغوی په ژوند کې نوموړی مفهوم شتون نه  لري دې مفهوم ته متوجه شي ترڅو دا سې ژوند ولري چې له اطمینان خوښیو اولاسته راوړنوڅخه ډک وي اونورو انسانانوته فایده رسول او د ښوکارونو ترسره کول د دوی د ژوند په اصلي هدف اوپه  اساسي شعاربدل شي.

همدارنګه په خاصه توګه دا یادونه  اړینه  ده چې په اوسني وخت کې اسلامي امت له ډېرو ناخوالو سره لاس اوګرېوان دی نود دې امت ځوانان دا مسئولیت لري ترڅو د علم په زېور د سمبالولوله لارې دا دنده ترسره کړي هغه الهي پیغام چې د ټول بشریت د ژغورلو ضامن دی ترخلکوپورې ورسوي چې خپله داعیان باید په لومړي سرکې په خپل ځان کې د خیرد لاسته راوړلو لپاره هڅه اوکوشش وکړي ترڅو د دوی دعوت په نورو خپل تاثیرات ولري اود یوې نېکې نمونې په شکل له نورو سره مخامخ شي.

بل دا چې له دې لیکنې څخه هدف په روانه  پښتو ژبه خپلو هېواد والوته د داسې ټکو وړاندې کول دي چې لوستل به یې له فایدې څخه خالي نه  وي.

همدا رنګه تریوحده پورې د خپل ایماني مسئولیت ادا کول هم دي له الله (جل جلاله) څخه غواړم چې زما دا نیمګړې هڅه په خپل دربارکې قبوله کړي.

د موضوع کلیدی اواساسي نکات : د موضوع په لیکنه  کې هغه اساسي نکات چې زه ورسره مخامخ شوم په لاندې توګه دي.

لکه د خیراساسي مفهوم اوهدف د خیرد نیوي اواخروي اطلاقات په مختلفو اسالیبو خیرته د قرآنکریم بلنه  اودې لارې ته د خلکوتشویقول اوله بدو کړنوڅخه پرهېزپه دنیاکې د خیرد موجودیت په صورت کې د الله  (جل جلاله) له لوري د ډول ډول نعمتونوترلاسه کول او همدا ډول په آخرت کې د زیا تونعمتونو ترلاسه کول همدا رنګه د خیرد مرادفاتو سره آشنا کېدل او د خیرد ضد چې هغه شردی اود انسان د هلاکت سبب ګرځي بیانول.

په پای کې دا ویلی شم که یوڅوک په واقعي توګه د ځان لپاره د بریا غوښتونکی وي نوهغه باید د خیرمفهوم په خپل ژوند کې پلی کړي چې دا کارد ده لپاره د دارینو د نیکمرغۍ سبب او وسیله ده.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده