جستجو

د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې څېړنه او په معاملاتو کې یې تطبیقي بېلګې

د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې څېړنه او په معاملاتو کې یې تطبیقي بېلګې

ماستری

محصل: صفی الله

استاد رهنما: دکتور نجیب الله صالح

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 356

سال دفاع: 2025

چکیده

څرنکه چې زما د ماسترۍ د رسالې د تحقیق او څېړنې موضوع (د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې څېړنه او په معاملاتو کې یې تطبیقي بېلګې) تر عنوان لاندې وه او د الله متعال په فضل او توفیق سره مې د مخلص او مشفق استاذ ښاغلي دکتور نجیب الله «صالح» تر اشراف او لارښونې لاندې تکمیل کړه نو لنډېز یې په لاندې توګه په څو لنډو ټکو کې بیانوم:

     1.            په دغه څېړنه کې د فقهي قواعدو پېژندنه، اهمیت، فوائد، د فقهي قواعدو تفکیک د فقهي ضوابطو او اصولي قواعدو سره او همدارنګه د فقهي قواعدو منځته راتګ‌، تدوین او تنظیم په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

     2.            په دغه څېړنه کې د فقهي قواعدو مصادر، د فقهي قواعدو د مصادرو ډولونه او په فقهي قواعدو باندې د استدلال حکم په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

     3.            د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې ارکان، شرائط،‌ د قاصد، قصد‌ او منوي شرائط  او همدارنګه د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې د مشروعیت دلائل او اسباب او ځانګړی اهمیت په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

    4.            د «الْأُمُورُبِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې د مفرداتو مفصله شرحه،‌ د نیت اساس، نیت ته د قرآنکریـم سنت نبوي پاملرنه، د نیت محل، وقت، هدف، حقیقت او اقسام په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

     5.            د قصد او نیت د صریح لفظ سره د تعارض په اړه مختلفې نظریې او د اسلامي فقهې موقف او د نیت د مشروعیت موخه په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

    6.            د «الأموربِمَقَاصِدِهَا» فقهي قاعدې د اړونده مروجو او معاصرو معاملاتو مختلفې تطبیقي بېلګې او اړونده ګڼ شمېر متفرقه مسائل او ځينې استثناءات په تفصیلي توګه بیان شوي دي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده