د اسلام سیاسي نظام کې د شورا احکام، ارزښت او ځانګړتیاوې
ماستری
محصل: محمد طاهر
استاد رهنما: دکتور رفیع الله عطاء
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 375
سال دفاع: 2023
چکیده
ددې تحقیقې رسالې عنوان د اسلام سیاسي نظام کې د شورا احکام، ارزښت او ځانګړتیاوې دي، چې دا عنوان د ماسټرۍ بورډ د قدرمنو استادانو او محترمو مسؤلینو لخوا تائید شویدی. ددې تحقیقي رسالې موخه د شورا د احکامو، ارزښت او ځانګړتیاؤ څیړل دي، همدارنګه د شورا په هکله هر اړخیز معلومات راټولول دي. تر څنګ یې د بحث هدف لاسته راوړل دي چې هغه د اسلام سیاسي نظام او شورا پیژندل او نورو ته ورمعرفي کولو څخه عبارت ده. د شورا په هکله په ملي ژبو پښتو او دري کې ډیر کم مأخذونه شته دي، د شورا په هکله علماؤ په پښتو ژبه کې ډیر څه نه دي کړي، مګر یوازې د اسلام سیاسي نظام په اډانه کې د شورا په اړه مختصر معلومات شته دي، د ځانګړې موضوع په توګه چې په تفصیلي او جامع توګه یې شورا بیان کړې وي، په پښتو کې ما داسې څه پیدا نه کړل. نو ځکه مې پریکړه وکړه ترڅو د شورا په هکله یوه تحقیقي رساله ولیکم او په هکله یې تفصیلي وغږیږم چې له نیکه مرغه پدې برخه کې استاد هم راسره مرسته وکړه او دا موضوع راته انتخاب او بیا مې وروسته ورباندې پیل وکړ. شورا د اسلام د سیاسي نظام مهم رکن دی، او پدې رکن باندې اسلام ډیر ټینګار کړیدی همدارنګه د مسلمانانو اتفاق او اخوت یې پدې رکن پورې تړلی دی، شورا د استبداد او دیکتاتورۍ مخه نیسي او د مسلمانانو امیر په مشورې مکلف کوي، همدارنګه شورا په لویو وطني او سیاسي موضوعاتو کې نور متنفذین او علماؤ هم شریکوي او د دوی نظر اخیستل ډیر مهم ګڼي، شورا د اسلام د سیاسي نظام په ثبات او تداوم کې ډیر مهم رول لوبوي. د اسلام په سیاسي نظام کې له علماؤ، سیاسیونو او متنفذینو سره باید مشوره وشي، او د دوی نظر او رأیې باید احترام وشي، ترڅو وروستۍ پریکړه په شورا متکي، قوي او واحده وي، او د ټولو لخوا تائید وي، ترڅو په مشترکه توګه تطبیق او عملي شي. ددې تحقیقي بحث په لومړي فصل کې د اسلام د سیاسي نظام په لغوي او اصطلاحي تعریف، د اسلام د سیاسي نظام سرچینې، الهي/شرعي حاکمیت، د سیاسي نظام اصول او ارکان، د سیاسي نظام مقاصد او موخې، د اسلام د سیاسي نظام منابع، د اسلام د سیاسي نظام اهداف او داسې نور مهم موضوعات څیړل شویدي. همدارنګه پدې تحقیقي رساله کې، په دویم فصل کې د شورا په هر اړخیزې پیژندنې، د شورا په هکله د علماؤ نظریات، د شورا سیاسي ګټې، د شورا اهمیت او ارزښت، په سیاست کې د شورا نقش او آیا امام د شورا د پریکړو په تطبیق مکلف دی؟ او داسې نورو مهمو مسایلو باندې بحث ترسره شویدی. تر څنګ یې په دریم فصل کې د شورا احکام (په قران او احادیثو کې) بیان شویدي، ورسره د شورا په تشکیل او د شورا په ګټو هر اړخیز بحث شویدی. او بالاخره پدې فصل کې د شورا د غړو په صفاتو او ځانګړتیاوو بحث شویدی. همدارنګه د شورا مجلس موده، د ریاست مشر حق نلري چې د شورا رأیه رد کړي، په نبوي دور کې د شورا تاریخي غونډه، د شورا اساسي اهداف، د شورا اختیارات، د زیاتو رأیو پر بنسټ پریکړه، په شورا کې د میرمنو غړیتوب، څوک اهل مشوره دي او داسې نورو مهمو مسایلو باندې خبرې اترې شویدي. ورپسې ددې تحقیقي رسالې په څلورم فصل کې د اسلام د سیاسي نظام او ډيموکراسۍ تر منځ په توپیرونو خبرې شوي دي، ترڅنګ یې د شورا او پارلمان توپیرونه تر بحث لاندې نیول شویدي، همدارنګه د طاغوت او په طاغوت د پریکړې په هکله هم معلومات راټول شویدي، او بالاخره په افغانستان کې د پارلمان په مخینې او شالید هم رڼا اچول شویده.
