جستجو

دتضامني شرکت احکام دفقه او قانون له نظره

دتضامني شرکت احکام دفقه او قانون له نظره

ماستری

محصل: احمدالله

استاد رهنما: پوهندوی وزیر محمد سعیدی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 376

سال دفاع: 2023

چکیده

الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده أما بعد :

دغه څېړنه په پیليزه او په دریو فصلونو کې وړاندې شوې چې لنډيز يې په لاندې ډول دی: لومړۍ فصل: په دې فصل کې مې د تضامني شرکت په حقیقت او په اسلامي فقه کې د شرکتونو د مشروعیت، اوهمدا راز په اسلامي فقه کې د شرکتونو ډولونو او دغه رنگه په وضعي قانون کې د شرکتونو ډولونو په اړه بحث کړی، بیا د شرکت د تعریف او د هغې د عمومي او خصوصي رکنونو د بیان په ترڅ کې مې په اسلامي فقه کې د شرکت ځانګړتیاوې او د تضامني شرکت ځانګړتیاوې، او د تضامني شرکت د ادارې کولو په اړه مې کافي بیان کړې دی.دویم فصل:  په دې فصل کې مې د تضا مني شرکت حکم د اسلامي فقهې په رڼا کې او د هغې مطابقت داسلامي فقهې د شرکتو سره، او د تضامني شرکت په اسلامي فقه کې د ادارې احکام ، او په نوموړي شرکت کې د مدیر اجرت ا خستل همدغه راز د مدیر مسؤلیتونه، او په اسلامي فقه کې د تضامني شرکت ضوابط، او د تضامني شرکت د شریکانو د برخې اغېزې، او د فصل په پای کې د شرکت د ګټو او تاوانونو ويش په هکله څېړنه کړې. درېم فصل: په وروستي فصل کې د تضامني شرکت د پای ته رسولو لاملونه د اسلامي فقهې او د تجارتي قانون په رڼاکې مې په ګوته کړي، او د تضامني شرکت د فسخې احکام او د قراردادونو د لزوم او غیر لزوم په بنسټ ويشل، او دغه راز د نوموړي شرکت د تصفیې بیان، او د تضامنی شرکت د انحلال اغېزې، او په پای کې د اسلامي فقهې په رڼاکې د نوموړي شرکت د ختمېدو اغېزو څخه یادونه کړې ده. د څېړنې خاتمه: چې بیا دا خاتمه د خورا مهمو پایلو او په ځينو سپارښتنو باندې ښایسته شوې ده، او د آیاتونو لړ لیک، د احادیثو لړلیک، داعلامو لړلیک او د منابعو لړلیک لره هم شامل دی.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده