د عقود المنافع(ګټو تړون) احکام او اقسام د فقه او قانون په رڼا کې
ماستری
محصل: محمد جاوید
استاد رهنما: دکتور رفیع الله عطاء
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 378
سال دفاع: 2022
چکیده
- نوموړې موضوع په عقود المنافع يا دګټو تړون په برخه کې ليکل شوې ده چې دا خبره به پکې واضح شي چې دعقدونو منفعت څه حکم لري.البته په دغه عقدونو کې اجاره، اعاره او وقف ترڅېړنې لاندې نيول شوي دي. ۲- دا چې په ننۍ زمانه کې ډېرې داسې عقدونه شتون لري چې خلک يې اوس له منفعت څخه ګټه پورته کوي، نو دمنافعو حکم موږ واضحه کړی دی چې په دې اساس کولای شو چې په نويو معاصرو فقهي جزيو هم خبر شو. ۳- په دې څېړنه کې مې داصلي مراجعو څخه استفاده کړې ده، دڅلورو ګنو فقهي مذاهبو په برخه کې هم لومړنيو مصادرو څخه مې استفاده کړې ده، او په هغه معاصرو مسايلو کې چې په پخوانيو فقهي کتابونو کې نه پيدا کيږي دمعاصرو علماؤ له کتابونو مې پکې استفاده کړې ده. 4- په اسلامي شريعت کې په مشروعو شيانو کې اخيستل او پلورل جائز عمل دی، اسلامي شريعت بيعې ته مسلمانان هڅوي او ورته وايي چې له عبادت وروسته په حلاله روزۍ ګټلو ځان مصروف کړئ، په يو بل ځای کې وايي چې تاسې عقدونه بشپړ کړئ، په هر حال اخيستل او پلورلو کې موخه هم منافع دي چې خلک ترې مستفيد شي. 5- زما دغه څېړنه، په درې فصلونو مشتمله ده چې هر يو فصل يې بيا په مبحثونو او مطلبونو باندې مشتمل دی، په لومړي فصل کې پېژندنه او مشروعیت دڅېړنې لاندې نيول شوي دي او ورپسې په اجاره کې بحث شوی دی، داجارې ارکان، شرايط ، اساسي او بنيادي قواعد، معاصر صورتونه او داسې نور مهم اړخونه يې دڅېړنې لاندې نيول شوي دي، په هم دې ډول له اجارې وروسته بيا اعاره تر څيړنې لاندې نيول شوې ده، چې د اعارې مشروعيت، د اسلامي شريعت او افغانستان مدني قانون له نظره څيړل شوی دی، په همدې ډول بيا د اعارې شرايط او ارکان هم بحث شوي دي، چې له دې علاوه د اعارې اساسي او بنيادي قواعد هم ذکر شوي دي او په دغه برخه کې ټول مهم کارونه چې بايد وڅيړل شي، ترسره شوي دي .دبحث په دوام بيا دوقف بحث هم تر څيړنې لاندې نيول شوی دی، چې دوقف مشروعيت، ارکان او بنيادي قواعد يې، او داسې نور اړخونه يې هم روښانه شوي دي، په پای کې دريم فصل دی چې په هغه کې دا ترڅېړنې لاندې نيول شوي دي چې: ايآ منافع مال دی کنه؟په منافعو کې دغلا حکم څه دی؟ او داسې نور ډير مهم ارزښتناک او مهم مبحثونه پکې تر څيړنې لاندې نيول شوي دي، په پای کې زما ددغه څيړنې پايله او ده چې څه مې لاسته راغلي دي.
